د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو د غوراوي کمېټې له مخکني مشر اسدالله خان سره د ده د هغو څرګندونو په اړه ځانګړې مرکه چې ویلي وو د افغانستان د ۱۹ کلنو او ملي لوبډلې د ماتو مسئول نه دی. په ده باندې په لوبو کې د فساد تور هم لګول شوی چې دی یې په اړه غږېدلی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچي یماماتو وايي، په دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې په لړ کې د افغان نجونو زده کړه او د ټول شمولیت په ګډون مسایل ډېر مهم دي او طالبان یې هم باید په اړه په ریښتینې توګه فکر وکړي.
ګودر ځاځی ځوان افغان سندرغاړی دی او د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته يې افغانستان پرې ایښی. ښاغلی ځاځی وايي، له وطنه لرې یې اخترونه بېخي د وطن د اخترونو په څېر نه دي. زموږ همکار خدای نور ناصر د اختر په هکله ورسره بنډار کړی دی
د سیاسي او امنیتي چارو شنونکی فهیم سادات وايي، په کابل کې د القاعده ډلې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کېدو وروسته د افغانستان هوايي حریم خوندي نه دی او هر هیواد چې بې پیلوټه الوتکې "ډورن" ولري، کولای شي هلته مشخص اهداف په نښه کړي.
د خلکو نارضایتي، عامه لوږه، بېکاري او له نړۍ څخه ستاسي سیاسي تجرید، ستاسي د سقوط او کندي ته د لوېدلو پیل دی. دا طالبانو ته د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ د پخواني وزیر عبدالباري جهاني په زغرده څرګندونې دي چی د یوه سر خلاصي لیک په ترڅ کی یی طالب مشرانو ته کړي
راشد خان د افغانستان د کرکټ لومړی لوبغاړی شو چې د هند په لوی تجارتي لیګ کې د یوې لوبډلې کپتاني او مشري کوي. په دغې مرکې کې هغه د خپلې کپتانۍ، روژه او کرکټ او ډېرو نورو مسائیلو په اړه غږېدلی
۲۴ کلن احمد چې د پلچرخي په زندان کې په نشو اخته شوی او اوس د کابل په ښار کې لکه د یو بې سرپناه معتاد په توګه ګرځي وايي، په زندان کې مخدره مواد په کافي اندازه پیدا کیدل او دی هلته پرې روږدی شوی دی.
په اوکراین د روسېې د برید نه پس په دغه هیواد کې خلک د ځان ساتنې په غرض امن ځایونو ته پناه وړي او زیات شمیر خلک ګاونديو هیوادونو به لور مهاجر شویدي. په دې خلکو کې یو شمیر هغه افغانان هم دي چې اوکراین کې ژوند کوي
په هند کې د کروناویروس مثبتې پېښې په بېساري توګه د پراخېدو په حال کې دي چې له امله یې ددې هیواد روغتونونه د بشترونو له کمښت سره مخامخ دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست پخوانی مشر رحمت الله نبیل ادعا کوي چې د افغانستان حکومت او طالبان د شرطونو په کیښودلو سره غواړي چې د سولې بهیر اوږد کړي.
د کونړ ولایت د مرورې ولسوالۍ اوسیدونکې تاج بي بي، د پنځو بچیانو مور ده چې څلور ځلې واده شوې، خو درې میړونه یې په عسکرۍ کې وژل شوي دي.
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي ددې امکان شته چې په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمه څپه پیل شي.
نور پورته کول