د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر دوشنبه مارچ ۱۸ (کب۲۸) وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان د خاورې څخه ترهګریز بریدونه نه کیږي.
د افغانستان په خاوره باندې د پاکستان له هوايي بریدونو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي جګړې څخه وروسته د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي د افغانستان لپاره یې د پاکستان سفارت سرپرست احضار کړی دی.
که څه هم د مارچ ۱۷مه په افغانستان کې د خبريالانو ملي ورځ ده، خو په دغه هېواد کې د طالبانو له واکمنېدو پس نارینه او په تېره ښځینه خبريالانې دا ورځ څنګه ولمانځي چې ډېری یې تر فشار، ګواښونو، بندیزونو او محدودیتونو لاندې دي او لوی شمېر یې د مرګ له ویرې، هېواد پرېښود ته اړ شوي دي.
د کب ۲۷ د خبریال د ملي ورځې سره هممهاله د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ حرکت ویلي چې د افغان خبریالان او رسنۍ د زیاتو ګواښونو او ننګونو سره مخ دي.
د هلمند په ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د یکشنبې د ورځې په سهار د دغه ولایت د ګرشک د ولسوالۍ د یخچال په سیمه کې د یو بس، موټرسایکل او د تیلو د یو ټانکر ترمنځ د ټکر په پایله کې ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
په ژنیو کې د افغانستان په دایمي استازولۍ او د ملګروملتونو د بشري حقونو په شورا کې ددغه هیواد استازي نصیراحمد اندیشه دغې شورا غونډې ته ویلي چې هغه څه چې په افغانستان کې روان دي ممکن د جنسیت پر بنسټ په تبعیض باندې بدل شي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) په یو پریکړه لیک کې د یو بل کال لپاره هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ماموریت تمدید کړ.
د افغانستان د پوهنې وزارت یو چارواکی وايي، چې طالب چارواکي ښايي د نجونو منځني ښوونځي د تل لپاره وتړي او د بدیل په توګه د مدرسو په نوم دیني مدرسو ته وده ورکړي.
د بشري حقونو د څار سازمان په افغانستان کې روان بشري بحران ته په اشارې ویلي چې دغه هیواد سره اوسنۍ بشري مرستې د افغانانو بشري بحران ته ځواب نشي ویلی.
د متحده ایالاتو د کانګرس جمهوري غوښتونکي سناتور مارکو روبیو، کانګرس ته یوه لایحه وړاندې کړې چې په کې یې افغانستان ته د امریکا د مرستو د بندیدوغوښتنه کړې ده.
د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې دغه ریاست په تیرو نږدې دوو میاشتو کې خلکو ته د پاسپورټونو د ویشلو له درکه یو میلیارد او ۸۴۴ میلیونه چې نږدې ۲۶ میلیونه ډالر کیږي عاید ترلاسه کړی دی.
د طالبانو حکومت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۱۳ (کب ۲۳مه) وویل چې په تیرو دریو اونیو کې په افغانستان کې د سختو اورښتونو او واورو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه مړه شوي دي.
نور پورته کول