زحل اکبري د هرات په ولایت کې د کیک او کلچو جوړولو فابریکه جوړه کړې او افغان میرمنو ته یې پکې دنده ورکړې تر څو د خپلو ځانونو، کورنیو او خپلې روغتیا خیال پرې وشي ساتلی.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې افغانستان په تیر لمریز کال کې بهرنیو هیوادونو ته د ۲۷ میلیونو ډالرو په ارزښت څه باندې ۲۵۰۰ ټنه جلغوزي صادر کړي دي.
یو ایراني حکومتي چارواکي ویلي چې د تیر لمریز په ۱۲ میاشتو کې افغانستان ته ددغه هیواد د غیر نفتي توکو د صادراتو کچه یو میلیارد او ۸۷۱ میلیونو ډالرو ته رسیدلې ده.
د ویتنام یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۱ (وري ۲۳) د املاکو یوه سوداګره د ۱۲ میلیارد ډالرو غبن په قضیه کې په اعدام محکومه کړه.
نړیوال بانک وايي چې دغه بانک د افغان میرمنو په مشرۍ د کوچنیو شرکتونو او کسبونو ته د مالي ملاتړ د برابرولو لپاره د افغانستان د مقاومت راوړلو امانتي صندوق(ARTF) له لارې ۱۶ میلیونو ډالرو مرسته تصویب کړې ده.
د پاکستان د اوبو لګولو چارواکو د چهارشنبې په ورځ مارچ ۳ (وري ۱۵) وویل چې د وریجو او پنبې د کرلو د وخت په رارسېدو سره دغه هېواد د ۳۰ سلنې اوبو له کمښت سره مخامخ دی.
په پاکستان کې د خصوصي کولو کمیسیون د سه شنبې په ورځ اپریل ۲ (وري ۱۴) وویل چې ددغه هېواد زیانمن ملي هوايي شرکت د اسهامو په بازار کې پلور ته وړاندې کیږي.
د متحده ایالاتو د پاوربال په نامه د لاټري مشهوره جایزه د یکشنبې په ورځ مارچ ۳۱ (وري ۱۲) وروسته له هغه ۹۷۵ میلیونت ډالرو ته لوړه شوه چې د شنبې د شپې په قرعه کشۍ کې هیچا ونه ګټله.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي له یو روسي شرکت سره یې د خواف - هرات ترمنځ د اوسپنې پټلۍ د غځولو قرارداد لاسلیک کړی چې په بشپړیدو سره به یې افغانستان د ایران او ترکیې له لارې د اروپا د اوسپنې د پټلۍ له شبکې سره ونښلول شي.
د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ د یو پلاوي اود پاکستان سوداګرۍ د وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ د یو پلاوي ترمنځ کابل کې د خبرو په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې موافقې شوي.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل کې طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو سره د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو په برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر هوارولو خبرې کړي دي.
د هورن تحقیقاتي انستیتوت د نړۍ د هغو ښارونو او هېوادونو تازه لست خپور کړی دی چې ډېر میلیاردران لري او ویلي دي چې له دې اړخه د هند ممبۍ د چین له بیجینګ څخه مخکې شوې او په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو مرکز ګرځېدلی دی.
نور پورته کول