د غزني ولایت د پولیو مسؤولین وايي، د پولیو واکسین تر شا د ماشومانو له روغتیا پرته بله موخه نشته او هغه کسان چې په دې اړه لا هم شک لري نو باید د دیني عالمانو، ولسي مخورو او مشرانو لخوا ورته قناعت ورکړل شي.
د فراه په لیرې پرتو سیمو کې د یو شمېر محلي میتودونو په کارولو سره د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین ته لاسرسی اسانه شوی دی.
په کابل کې ځینې روغتیاپالان وايي چې په کومه سیمه کې چې د پولیو (ګوزڼ) ویروس موجودیت ولري، د هغه ځای له واکسینه پاتې ماشومان ژر ورباندې اخته کیدلای شي.
د خوست ولایت روغتیایي چارواکي وایي د هغو مشکوکو ماشومانو چې شل او یا احتمالاً د پولیو اثرات ولري، د دوی روغتیایي ټیمونه یې نمونه اخلي او هغه بیا ځلې تعقیبوي ترڅو د ګوزڼ له مثبتو پېښو پر وخت مخنیوی وشي.
په ختيځ کې قومي مشرانو او ديني عالمانو د پوليو واکسين د ښه تطبيق او پر وړاندې د شته ستونزو د هواري لپاره په ګډه کار پيل کړی دی.
په خوست کې د پولیو یو قرباني شوی ځوان اوس ټوله ورځ په یو خصوصي کلینیک کې د ناروغانو درملنه کوي. فرید الله خپلې لوړې زده کړې د اقتصاد او فارمسۍ په برخه کې کړي او وایي چې معلولیت یې ژوند ډیر بدل کړی. جزییات پدې رپوټ کې وګورئ
د بغلان ولسي مشران وایي چې د پولیو ضد واکسین په ګټو پوه شوي او د پخوا په پرتله په هر کمپاین کې ماشومانو ته ددغه واکسین څاڅکي ورکوي.
د لوګر ولایت روغتیايي چارواکي وايي چې د خلکو د همکارۍ له امله اوس په دې ولایت کې د پولیو ضد واکسین د پوښښ کچه له ۹۰ سلنې اوښتی.
په خوست کې د پولیو قرباني شوی ځوان اوس ټوله ورځ په یوه خصوصي کلینیک کې د ناروغانو درملنه کوي.
د افغانستان په جنوبي ولايتونو او د هغه اړوند ځينو سيمو کې د پولیو ضد واکسيناسيون پروګرام چې د سړې هوا له امله ځنډېدلی و، اوس پیل شوی دی.
په جنوب کې د ګوزڼ پر ضد د مبارزې مسؤولین وایي چې له دې وروسته به له پاکستان څخه راتلونکو د هر عمر کسانو ته واکسین عملي کیږي.
د غزني ولایت روغتیايي چارواکي وايي، د پولیو (ګوزڼ) واکسین په وړاندې لاهم خنډونه پراته دي او د دې واکسین پر ضد د خپلسرو تبلیغاتو له امله یو شمېر کورنیو له دغه واکسینه انکار کړی دی.
نور پورته کول