د خیبرپښتونخوا په کېمپونو کې میشت افغان کډوال د روغتیا په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. دوی وايي، چې ګڼ ماشومان یې د سینه بغل او خارښ ناروغۍ لري.
سپینې ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (حمل ۹) وویل چې د روسیې تور چې اوکراین په مسکو کې په وژونکي برید کې لاس درلود، "چټیات" دي او د اسلامي دولت ډله د دې پیښې "یوازنۍ مسؤله" ده.
د سري لانکا یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) ددغه هېواد یو مشهور بودايي مذهبي مشر د مسلمانانو خلاف د کرکې د پارولو په تور په څلور کاله بند محکوم کړ.
د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا له پاکستان څخه د افغان کډوالو په ایستلو او د ستنیدو پر مهال د ښځو او نجونو ته پر وړاندې د احتمالي ګواښونو په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.
افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره کرن ډیکر د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو په خوندیتوب باندې په ټینګارسره وايي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دې چې د درییم پرله پسې کال لپاره په کې نجونې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې عصري زده کړو ته دوام نشي ورکولی.
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د مرستیال محمد خرم اغا په مشرۍ یو پلاوي کابل کې طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په ګډون ددغه حکومت یو شمیر چارواکو سره د سوداګریزو، ترانزيټي او اقتصادي اړیکو په برخو کې پر شته ستونزو او د هغوی پر هوارولو خبرې کړي دي.
د هورن تحقیقاتي انستیتوت د نړۍ د هغو ښارونو او هېوادونو تازه لست خپور کړی دی چې ډېر میلیاردران لري او ویلي دي چې له دې اړخه د هند ممبۍ د چین له بیجینګ څخه مخکې شوې او په لومړي ځل د اسیا د میلیاردرانو مرکز ګرځېدلی دی.
د بریتانیا حکومت د متقاعدینو وزیر، چې په افغانستان کې د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو له لوري د جنګي جنایاتو د اعاو په اړه د سرچېنو د افشا کولو څخه ډډه کړې، د زندان د سزا له خطر سره مخامخ دی.
د چین موټر جوړونکو شرکتونو دا اونۍ د تایلنډ په پایتخت بنکاک کې د موټرو په نړیوال نندارتون کې د نورو پرمختللو بریښنایي موټرو ترڅنګ داسې موټر هم نندارې ته ایښي دي چې الوتلی شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ، مارچ ۲۷ (وري اوومه) وویل، چې د ایران او پاکستان د ګازو د نل لیکې (پایپ لاین) له پروژې څخه ملاتړ نه کوي او له تهران سره یې چې د واشنګټن له خوا د بندیزونو له خطر سره مخامخ دی، د سوداګرۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو افغانانو ۵۲.۳۲ فیصده یې ماشومان دي.
نور پورته کول