د لاس رسي وړ اتصالات

بلوچ:افغانستان د نړۍ دوهم هيواد چې ډير وگړي يې بې ځايه او مهاجر شوي


بلوچ وايي ،ير کال په نړۍ کې په هرو دوه ثانيو کې يو تن له خپل کوره بې ځایه یا کډوال شوی دی.
بلوچ وايي ،ير کال په نړۍ کې په هرو دوه ثانيو کې يو تن له خپل کوره بې ځایه یا کډوال شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره «UNHCR» وایي، په نړۍ کې د جګړو او نورو ستونزو له امله د بې ځایه شوېو او کډوالو شمیر د تيرو کلونو په پرتله ډير شوی دی.

په ژنيو کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو د ادارې وياند بابربلوچ امريکا غږ اشنا ته وويل:

د جګړواو فشارونو له امله د بې ځایه شوېو کسانو او کډوالو شمیر څه باندې ۶۸ میلیونه وګړو ته رسیدلی دی.

په هغه راپور کې چې دغې ادارې خپور کړی، ویل شوي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۱۶،۲ میلیون وګړي له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارود ادارې وياند دا هم وويل چې تير کال په نړۍ کې په هرو دوه ثانيو کې يو تن له خپل کوره بې ځایه یا کډوال شوی دی.

بابر بلوچ دا هم وويل چې :«د نړۍ په ځينو هيوادونو کې جنگونو او نا امنيو دا اداره له یوه سخت حالت سره مخ کړې».

هغه د نړۍ له لويو هيوادونوڅخه چې قدرت اوقوي اقتصاد لري وغوښتل ترڅه د مخه د امنيت په برخه کې کوټلي گامونه پورته کړي ترڅو د مهاجرت په برخه کې د بحران مخه ونيول شي.

بلوچ زیاته کړه پناه غوښتل انساني حق دی او د نړيوالو قوانينو له مخې هرانسان بايد له دی حق څخه برخورداره اوسي.

«هيوادونه بايد دا تفکيک کړي او په دی وپوهيږي چې څوک د معاش او څوک د پناه غوښتلولپاره هجرت کوي او خپل هيوادونه پريږدي».

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د راپور له مخې په نړۍ کې د ټولو کډوالو په سلو کې اویا یې په پنځو هیوادونو پورې تړلي دي.

تر ټولو زیات سوریایان له خپلو سیمو په کوردننه بې ځایه شوي یا بهر ته کډوال شوي دي.

افغانستان د نړۍ دوهم هيواد دی چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه يي د بې ځایه شويو وگړوشمير په سلو کې پنځه زیات شوی چې ۲،۶ میلیونه وګړو ته رسیږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ډېرې هیلې د کډوالو لپاره په هغه نوي نړیوال تړون پورې تړلي چې د روان کال تر پایه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له‎خوا تصویب شي.

بابربلوچ وويل،د دغه تړون له مخې پر هغو هیوادونو چې په خپله خاوره کې یې کډوالو ته ځای ورکړی، فشارونه کمیږي او د کډوالو له اصلي هېوادونو سره مرستې زیاتیږي.

په ژنيو کې د کډوالو په چارو کې د ملگرو ملتونو د ادارې وياند بابر بلوچ مرکه دلته اوريدلای شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:29 0:00
XS
SM
MD
LG