د لاس رسي وړ اتصالات

د دولتي ادارو ديرش فيصده کار مندانې به ښځې وي ـــــ ناهيد ايثار


ناهید ایثار د جمهور ي رياست د چارو د ادارې د پالیسۍ او ارزونې د څانګې رئیسه ده.
ناهید ایثار د جمهور ي رياست د چارو د ادارې د پالیسۍ او ارزونې د څانګې رئیسه ده.

د جمهور ي رياست د چارو د ادارې د پالیسۍ او ارزونې د څانګې رئیسې ناهید ایثار امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې وو یل، د حکومت د پاليسۍ له مخې په دولت کې بايد ښځو ته د هغوئ د ظرفيت او ادارو د ضرورت په اساس دیرش فیصده ونډه ورکړل شي.

آغلې ايثار زیاته کړه:

دولتي ادارو کې د ښځو د شموليت او کار په هدف د افغان میرمنو د پیاوړتیا لپاره په افغانستان کې د پروموټ پروګرام چې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له لوري تمويليږي کار کوي، د وري په ۲۸يي له روزنیز پروګرام څخه ۴۰۰ نجونې په دولتي ادارو کې د عملي کار له زده کړو وروسته فارغې شوې .

ناهيد ایثاربيا وايي حکومت تيرکال ښځو ته د کاري مصوونيت پاليسي جوړه کړی او دعملي کيدو په حال کې ده.

د پروموټ روزنیز پروګرام د پنځو کلونو لپاره دی چې د امریکا د پراختیايي ادارې د معلوماتو له مخې لگښت يی ۲۰۰ میلیونه ډالره دی .

د یاد پروګرام په چوکاټ کې به تر ۲۰۲۰ کاله پوری ۷۵ زره افغان میرمنې په بیلابیلو برخو کې وروزل شي.

ناهید ايثار ښځو ته د کاري زمينې برابرول د حکومت د پاليسۍ مهمه برخه گڼي او وايي "د ښځو اقتصادي او سیاسي استقلالیت نه یواځې د ښځو په ژوند کې بلکه د هيواد په کچه د مثبت بدلون سبب گرځي".

د پروموټ د روزنيز پروگرام په هدف او په دولتي ادارو کې د ښځو د جذب په ظرفیت د ناهید ایثار مرکه دلته اوريدلائ شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:56 0:00
XS
SM
MD
LG