د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان دې د عیسوي نجلۍ ژوند خوندي کړي.د عفوې نړیواله اداره


دنړېوالی عفوې اداره د پاکستان حکومت دېته هڅوی چې دهغی عېسوی نجلۍ امن تامېن کړی چې د پاکستان د قانون له مخی دېنی مقدساتو ته د سپکاوی تور پرې لگېدلی دی. پرهغی ادعا شوېده چې مذهبی لېکنو ته ېې سپکاوی کړېدی. پولېسو رامشاه مسېح تېره اونی په دې ونېوله چې دهغی قهرېدلو گاونډېانو په اسلام اباد کې دهغی کور محاصره کړ او په دې ېې تورنه کړله چې څو داسی پاڼی ېې وسوزولی چې دقرآن کرېم اېتونه پرې لېکل شوی وو. خو ېو شمېر وايی چې هغی هغه کاغذونه سوزول چې د فاضله موادو په بېلر کې ېې پېدا کړی وو او پخلې ېې پرې کاوه.
د پاکستان جمهوررئېس اصف علی زرداری ددې پېښی په برخه کې د تحقېقاتو امر کړېدی. رپوټونه وايی چې هغه په ذهنی ډول نېمگړتېاوی لری او تقرېبا دولس کلنه ده.
د سه شنبی په ورځ دعفوې نړېوالی اداری په ېوه وېنا لېک کی ووېل چې پکارده د پاکستان حکومت په بېړه د دېن د سپکاوی په قوانېنو کې اصلاحات او تعدېلات راولی. له دغو قوانېنو نه سرغړونه او تېرې دمرگ سزا لری.
XS
SM
MD
LG