د لاس رسي وړ اتصالات

پال راېن د جمهوری غوښتونکي گوند له خوانه د جمهوری رېاست دمرستېالۍ نومونه قبوله کړله


Paul Ryan
Paul Ryan
دامرېکا د پارلېمان غړي پال راېن د جمهوری گوند له خوانه د جمهوری رېاست دمرستېالي نومونه دفلورېډا اېالت د ټمپا په غونډه کې قبوله کړله. نوموړی د امرېکا په ملی سطحه باندی د ېوه سېاسی شخصېت په توگه تبارز ته دوام ورکوی. پال راېن ۴٢ کلن او دوېسکانسن د اېالت له خوانه دامرېکا په کانگرېس کې استاځې دی. هغه د امرېکا د محآفظ کارانو په کتار کې له هغه وخت راهېسی نوی جوش او ولوله پېداکړېده چی ددې مېاشتی په سر کې د جمهوری گوند دکاندېد له خوانه د مرستېال په توگه ونومول شو.
له بل پلوه دامرېکا د نېوجرسی د اېالت والی کرېس کرېسټی پرون شپه جمهوري گوند په ملی غونډه کې دخبرو په ترڅ کې پردېموکرات گوند تور ولگاوه چې امرېکا ېې له ناکامۍ سره مخ کړېده او ددېموکرات گوند پلانونه ېې دېته ورته وگڼل لکه څوک چې په ظاهره دخوښۍ نغمی غږوي خو هېواد ېې دمالی ستونزو په لوري روان کړی وي.
د نېوجرسی د اېالت والی کرېس کرېسټی د فلورېډا اېالت په ټمپا کې تېره شپه دا وېنا وکړله. د جمهوری غوښتونکي گو ند په ملی غونډه کې مېت رامنی په رسمی ډول د دغه گوند له خوانه د امرېکا د اولسمشرۍ دانتخاباتو لپاره ونومول شو. کرېس کرېسټی دهغه ستاېنه وکړه او وې وېل چې مېت رامنی به دامرېکا اقتصاد بېرته د رشد او پرمختگ په لاره روان کړی. له هغه نه مخکی د مېت رامنی مېرمن این رامني خبری وکړلی او دخپل خاوند ستاېنه ېې دېوه تجار، والی او دمورمن په کلېسا کې دېوه مشر په توگه وکړله.
هغی دامرېکا ښځو ته ووېل چې تاسی دامرېکا لپاره دامېد منبع ېاست اوهېله ېې وکړله چې ددې خاوند به له امرېکا نه ېو ښه هېواد جوړکاندي
XS
SM
MD
LG