د لاس رسي وړ اتصالات

عمران خان د بې پیلوټه الوتکو د حملو پر خلاف غټ مارش پیل کړی


د پاکستان د کریکټ پخواني وتلي لوبغاړي، عمران خان چې سیاست ته داخل شویدی، د موټرو کاروان یې نن د یکشنبې په ورځ د پاکستان جنگ ځپلي قبایلې علاقې، جنوبی وزیرستان ته د خپل سفر، دویمه ورځ پیل کړه چې په قبایلي علاقو باندی، د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په حملو اعتراض څرگند کړي.

عمران خان او د هغه د تحریک انصاف گوند ملاتړ کوونکو، د محلي خلکو او د سولې د غربي مبارزینو سره یوځای پرون د اسلام اباد نه دغه مارش پیل کړ.

د موټرو دغه کارواني مارش، د بې پیلوټه الوتکو د حملو په ضد د پلازمېنې اسلام آباد نه په څه کم دوه سوو موټرو کې پیل شو. د عمران خان پلرنی کلي میانوالی ته په رسیدو سره دغه شمیر 500 ته ورسیده.

عمران خان دا اندیښنه رد کړیده چې طالبان ، یا نورې اسلامي جگړه مارې ډلې به په دې کاروان باندی حمله وکړی. خو د امریکا غږ خبریال ایازگل وایی ، عمران خان په زرهدار موټر کې سفر کوي او محافظان یی څوک ورته نژدی نه پریږدي.

د بی پیلوټه الوتکې حملې د امریکا او پاکستان ترمنځ یوه جنجالي مسله ده. اسلام اباد دا حملې په خپلې خاورې تیری بولي خو امریکا د دې الوتکې استعمال د طالبانو د ماتولو دپاره ضروري بولي.
XS
SM
MD
LG