د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن وايي په ۲۰۱۴ کې وځوو،پال راین بیا وايي دا سم اقدام نه دی


د پنجشنبې په ماښام د ولسمشر د مرسیتال جو بایډن او د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید پال راین ترمنځ د ولسمشرۍ د پوست لپاره مباحثې په ټولې امریکا کې د ۲۸ میلیونو څخه زیات لیدونکي ځان ته ورجلب کړل. ماهرین وايي چې زیات شمیر لیدونکي چې د بحث په تمه وو، د بهرني او کورني سیاست په هکله د دواړو کاندیدانو د مباحثه له کبله مایوس نه شول . د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان پر مسلې باندي هم خبري وشوې او دواړو متفاوت نظرونه درلودلل.

د ولسمشرۍ د مرستیالې لپاره په بحث کې دواړه، ۶۹ کلن مرستیال ولسمشر جوبایډن او ۴۲ کلن د ګانګرس غړي پال راین د خپلو موقفونو څخه په کله دفاع وکړه.

راین: ته پوهېږی چې په سکرنټن کې د بې کارۍ کچه څومره ده؟
بایډن: بلی زه پوهېږم
راین: لس فیصده ده
بایډن: بلی
راین: تاسو پوهېږی چې هلته د بې کارۍ کچه ستاسو د راتګ نه مخکي څومره وه؟
بایډن: یا نه پوهېږم
راین: اته اشاریه پنځه فیصده
بایډن: بلی
راین: همدا حال په ټولې امریکا کې روان دی؟
بایډن: تاسو احصایې نه لولیْ په هیواد کې بې کاري مخ پر کښته کېدو ده.

ښاغلی راین د بایډن په څیر دومره مشهوره نه دی نو ځکه باید رای ورکونکو ته یې ډاډ ورکړای وای چې هغه د ولسمشرۍ د مرستیالۍ دنده پر مخ وړلای سي. د بروکینګس د انسټیټوټ څخه سټیفن هیس داسي وايي: ،،هغه څه چې نوموړي باید کړي وای دا وو چې وښيي چې هغه د امریکا د ولسمشرۍ د مرستیالې د څوکۍ لپاره غېښتلی دی او زه فکر کوم چې هغه دا وښودله.،،

د ویلو وړ ده چې ولسمشر اوباما د خپل جمهوري غوښتونکي سیال میت رامني سره په خپل بحث کې د رامني په مقابل کې دومره ونه برېښېدی. د بروکینګس څخه ښاغلی هېس وايي چې برعکس بایډن مباحثې ته د یوه پلان سره راغلی وو. ،،د بایډن پلان دا وو چې ځینو ډیموکراتاتو ته بیرته جرت ورکړي او هغه دا کار په ډیر ښه توګه وکړ.،،

د چارو کارپوهان وايي چې رای ورکونکي د ولسمشر په مرستیال کې یو لړ اساسي شرایطو ته سترګې په لاره دي. د کوېني پایک پوهنتون څخه پیتر برون وايي چې اکثره رای ورکونکي دوې پوښتنې په ذهن کې لري: ،،که چیري یو څه په ولسمشر وشي نو آیا دا کس کولای شي چې د هغه پر ځای د سپېنې ماڼۍ مشري وکړي او دویمه خبره دا چي د ولسمشر مرستیالان د خپل ولسمشر د قضاوت په هکله څه وايي چې دغه کسان یې د خپلو ځای ناستو په توګه انتخاب کړي البته که پر ولسمشر کم مصیب راشي.،،

دواړه کاندیدانو د بهرني سیاست، مالیاتو او سقط جنین پر مسلو باندي ټینګه مبارزه وکړه. د یادونې وړ ده چې ډیموکراتانو ته د ښاغلي رامني یوه ویډیو په لاس ورغلې ده چې په کښي نوموړي ویلي ۴۷ په سلو کې امریکایان مالیه نه ورکوي او پر حکومت تکیه کوي او دا چي دغه ۴۷ فیصده به هغه ته هیڅ وخت رایې ورنکړي.
زیات شمیر ډیموکراتان په دې خاطر مایوسه شول چې ولي ولسمشر اوباما په خپل لومړني بحث کې د رامني ددغه څرګندونو یادونه ونکړه خو بایډن په خپل بحث کې هغه ته اشاره وکړه. ،،دا باید د یوه داسي کس نه چې وايي ۴۷ په سلو کې امریکایان خپل د ژوند مسولیت ته زړه نه ښه کوي، د تعجب وړ خبره نه وي. زما ملګري په دې ورستیو کې په واشنګټن کې د یوې وینا په ترڅ کې وویل چې ۳۰ په سلو کې امریکان د حکومت پیسه خواړه دي. ده زما د مور او پلار ، زما د ګاونډیانو په هکله خبري وکړې د هغو کسانو په هکله یې خبري وکړې چې زه ورسره کوچنی لوی سوی یم.،،

وروسته ښاغلي راین په ځواب کې داسي وویل: ،،د هغې مشخصې وینا په هکله باید ووایم چې د ولسمشر مرستیال بایډن هم په دې ښه پوهېږي هغه هم چې ځیني وخت خبري کوي سمې خبري یې د خولې نه راووځي.

بایډن بیا وویل چې هغه تل هغه خبره کوي چې په زړه یې وي او رامني هم همدغه کار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې دواړو کاندیدانو د افغانستان د ماموریت په هکله بیلابیل دریځونه درلودلل. ښاغلي بایډن یو ځل بیا پر ۲۰۱۴ کال باندي تاکید وکړ او وېویل چې امریکا د دغه کال په پای کې خپل محاربوي ماموریت ختموي او په دې دي ټول سم دم سر خلاص کړي. نوموړي وویل چې په عراق کې عراقیانو هغه مهال خپل مسولیتونه ومنل چې ورته معلومه سوه چې مونږ وځوو. همدغه کار به په افغانستان کې هم وشي او افغانان دي هم خپل مسولیتونه ومني. خو راین بیا وايي چې د مهال ویش ټاکل زمونږ په کمزوری تعبییر کېږي.،، په دې کار سره مونږ دښمن ته وايوو چې خپلې جنترۍ ګورې مونږ ته منتظره شیْ چې ووتلو راشی قدرت واخلیْ.،،

ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما او رامني د سې شنبې په ورځ خپله دویمه مباحثه وکړي او ویل کېږي چې ولسمشر اوباما به په خپلې دویمې مباحثې کې چې د بهرني سیاست په هکله ده ډیر تیز ولاړ سي او رامني به هم د بحث لپاره چمتو راځي.

حسیب الکوزی- سینډی سین- واشنګټن
XS
SM
MD
LG