د چهارشنبې په ورځ به، د سعودي عربستان د مکې په ښار کې د حج مراسم پیل شي.
د سعودي عربستان چارواکو خبرداری ورکړی دی چې د حج د مراسمو په وخت کې به د سوریې د جګړې په سر د هر ډول مظاهرو مخه ونیسي.
سعودي عربستان په سوریې کې د جمهور ریس بشارالسد د وسله والو مخالفینو ملاټر کوي.
د سوریې حکومت په سیمې کې د ایران متحد دی او د ریاض او تهران مناسبات بیا اوسمهال خراب دي.