د لاس رسي وړ اتصالات

د لګښتونو او مالیاتو په اړه په ټپه ولاړ حالت د امریکا پانګه اچونکي مایوسه کړي دي


د لگښتونو او مالیاتو په هکله د واشنگټن په اجرراتو کي په ټپه ولاړ حالت د امریکا پانگه اچونکي مایوسه کړي دي او له همدې کبله پرون د چهارشنبې په ورځ د امریکا د اسهامو نرخونه ددریم ځل لپاره نور هم پسې را ټیټ سول.


د نیویارک د اسهامو د تبادلې په مارکیټ کي د مهمو اسهامو شاخص د یوه فیصد په اوو کي لسمه برخه را ولوید.

د میري لینډ د پوهنتون د عامه پالیسۍ د پوهنځي رئیس ( ډان کیتي ) وایي چي که کومه فیصله ونه شي نو مارکیټ په ډیر ژر نور هم پسې راولویږي.

پانگه اچونکي دا اندیښنه لري چي کله چي جمهوررئیس براک اوباما او د هغه د دیموکرات گوند متحد غړي د مخالفو جمهوري غوښتونکو سره خبرو ته کښیني نو د هغوي په دې خبرو کي د پرمختگ ډیري کمي نښي نښانې لیدل کیږي. او که کومه موافقه ونه شي نو د نوي عیسوي کال د لومړۍ ورځي نه وروسته به مالیات زیات او حکومتي لگښتونه به کم شي.
XS
SM
MD
LG