د لاس رسي وړ اتصالات

م.م وايي په سوریې کې یو میلیون کسان له لوږې سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د WFP د سازمان ویانده، الیزابیت بایرز امریکا غږ ته ویلي دي چې WFP د میاشتې 1.5 میلیونو کسانو ته راشن توزیع کوي. خو دا زیاتوي چې په سوریې کې 2.5 میلیونه کسان مرستو ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې ده چې د تیلو کمبود او په سوریې کې بې امنیو د مرستې رسونکو کارونه د ډیرو خنډونو سره مخ کړي دي.

ملګري ملتونو په سوریې کې د میلیونونو کسانو سره د مرستې لپاره د 1.5 میلیارد ډالرو غوښتنه کړي ده خو تر اوسه پورې د ملګرو ملتونو دغه غوښتنه نه ده پوره شوي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې په سوریې کې 4 میلیونه کسان بیړنیو مرستو ته اړتیا لري. په دغو کې دوه میلیونه هغه سوریایان هم شامل دي چې د جګړو د لاسه د خپلو مېنو پریښیدو ته اړ شوي دي.

د سوریې په ګاونډیو هیوادونو کې د سوریې نه د ورغلو مهاجرو شمیر، چې نومونه یې ثبت شوي دي، یوازې تیره میاشت د 500,000 نه 600,000 ته ډیر شوی دی.
XS
SM
MD
LG