د لاس رسي وړ اتصالات

د جګړې د فصل پیل او د افغان ځواکونه له خوا د ټولو عملیاتو مشري


د امریکا د ولسمشر بارک اوباما پریکړه چې غواړي تر راتلونکو ۱۲ میاشتو پوري د افغانستان څخه د ۶۶ زرو آمریکايي ځواکونو له جملې نه ۳۴ زره راوباسي په داسي حال کې راځي چې په افغانستان کې یاغیان د جګړې د فصل لپاره چمتوالی نیسي.

ولسمشر اوباما خپل په کلنیزې وینا کې چې د سې شنبې په ورځ یې د امریکا ولس ته وکړه د افغانستان څخه یې د ۲۰۱۴ د مهال ویش نه مخکي د آمریکايي ځواکونو د راایستلو د لړۍ چټکوالی اعلان کړ. ولسمشر اوباما داسي وویل: ،،را روان پسرلی به په افغانستان کې زمونږ د قواوو نقش د محابوي نقش نه په حمایوي نقش باندي بدل شي او افغان ملي امنیتي ځواکونه به د چارو مشري په غاړه واخلي. نن ماښام زه دا اعلانولای شم چې د راتونکي کال په ترڅ کې به د افغانستان کې ۳۴ زره امریکايي ځواکونه آمریکا ته راستانه شي.،،


دیادونې وړ ده چې د جګړې فصل به ډیر ژر په افغانستان کې پیل شي او دا به لومړی ځل وي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه به چې د امریکا له خوا روزل شوي دي دجګړې په لومړۍ لیکه کې وي.

د امریکا لوی درستیز جنرال مارټین ډیمبسي چې تیره اونۍ یې افغانستان ته سفر کړی وو وايي چې امریکايي ځواکونه به په هغه هیواد کې د حمایوي قواوو په توګه پاته سي. ،،هغه څه چې سږکال به یې تاسو وګوریْ دا به وي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه به و آزمویل شي. مونږ به د هغوي سره مل اوسوو چې دا به قواوو ته د فزیکي ملاتړ ترڅنګ رواني ملاتړ هم ورکړي.،،

د افغانستان څخه به د امریکايي قواوو د راوتلو لړۍ تدریجي وي او په کافي اندازه قواووې به په هغه هیواد کې موجودې وي چې د افغان ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.

چارواکي وايي چې دا د جنرال الن اندېښې مرفوع کوي. نوموړي تیره یکشنبې په افغانستان کې د ناټو د قواووې مشري جنرال جوسف ډنفولډ ته وسپارله.

جنرال الن په کابل کې خبریالانو ته روانه اونۍ وویل چې د ناټو نوی قوماندان به د امریکايي ځواکونو د وتلو د لړۍ په بشپړولو کې د غټو ننګونو سره مخامخ وي. ،،نوی قوماندان به د نظامي اډو په راکمولو کې په داسي حال کې چې د تیرو لسو کلونو راغونډ شوي وسایل به بیرته امریکا ته لېږي د یوې داسي تګلارې نه کار واخلي چې په مبارزه کې خنډ رانشي او مبارزه دا ده چې افغان ملي امنیتي ځواکونه د جګړې د رهبرۍ برخې ته یوړل شي او ناټو په داسي حال کې چې افغان ځواکونه د دښمن سره جګړه کوي، حمایوي نقش غوره کړي. دا ټول کارونه په همزمانه توګه د ۲۳ میاشتو نه په کم وخت کې ترسره کول آسانه کار نښکاري.،،

د راتونکي کال تر پایه پوري به د افغانستان څخه اکثره ایتلافي ځواکونه وتلي وي. دا چي د هغه وخت نه وروسته به په دې هیواد کې څه کېږي د چارو د کارپوهانو په آند یوه غټه پوښتنه ده.

احمد مجید یار په واشنګټن کې د آمریکن انترپرایز د څیړنیز انسټیټوټ غړی دی هغه په دې باور دی چې د ۲۰۱۴ کال د مهال ویش ټاکل ښايي د یاغیانو سره مرسته وکړي. ،،طالب په اصطلاح یو متل لري. هغه دا چي ایتلافي ځواکونه ساعتونه لري او مونږ وخت لرو . د یاغیانو تګلاره دا ده چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو انتظار وباسي او کله چې دوي ووځي نو دوي به د پوره قوت سره بیرته راستانه شي او ځیني سیمې چې یې د لاسه ورکړي دي هغه به بیرته ونیسي.،،


آمریکا لا تر اوسه پوري پریکړه نه ده کړې چې د ۲۰۱۴ کال وروسته به څومره ځواکونه په افغانستان کې پرېږدي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه وروزي او د یاغیانو پرضد جګړې ته دوام ورکړي. دا موضوع به د امریکا او افغانستان ترمنځ د یو امنیتي تړون د لاس لیکیدو وروسته په ډاګه شي چې اوس مهال افغان حکومت او امریکا پرې بحث کوي. د امریکا د سنا ځینو جمهوري غوښتونکو غړو ویلی دي چې دوي اندېښه لري چې په افغانستان کې به کافي اندازه امریکايي عسکر پاتې نسي چې د هغو آمریکايي عسکرو امنیت خوندي کړي چې هلته پاتې کېږي جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهم د پنجشبنې په ورځ د یوې استماعیه غونډې پر مهال وویل چې که د ولسمشر اوباما حکومت د ۲۰۱۴ کال وروسته په دغه هیواد کې حد اقل ۹ زره امریکايي ځواکونه پرې نږدي نو دی به د افغانستان د ماموریت د دوامداره تمویل ملاتړ ونکړي.
XS
SM
MD
LG