د لاس رسي وړ اتصالات

په کوټه کې چاودنې ۸۰ کسه وژلي او د ۱۰۰ نه یې زیات ټپيان کړي


پاکستاني پولیس وايي، د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د بم په چاودنه کې لږترلږه ۸۰ تنه وژل شوي او څه باندې سل تنه ټپیان شوي دي . ددغی بمی چاودنی هدف شعیه ګان وو.

د مړو شمیر تر ماښام پوري زیات شو ځکه چې په برید کې ټپي شوي قربانیان د خپلو ټپونو له امله مړه شول.

د پولیسو لوړ رتبه مامور وايي چې بم د ریموټ کنټرول په وسیله کنټرول کیدی او د کوټې په هغه سیمه کې چاودنه شوې چې اکثره شعیه ګان پکې اوسیږي. نوموړي زیاته کړي ددغې چاودنې زیات شمیر قربانیان شعیه ګان وو او په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د لشکر طیبه د ډله نطاق چې غیرقانوني اعلان شویده او د سنیانو افراطي ډله ددغې حملې مسؤلیت یې په غاړه اخیستی دی.

د جنورۍ د میاشتې د لسمې نیټې نه راپدې خوا د کوټی د ښار په هغو سیمو کې یو لړ حملې شوي دي چې په کښی شعیه ګان اوسېږي. په دغو حملو کې ۹۲ کسه وژل شوي دي. دشنبې د ورځې حمله چې په کوټه کې وشوه له ټولو نه خرابه حمله وه. لشکر طیبې د مخکنیوو حملو مسؤلیت هم په غاړه اخیستی وو.
XS
SM
MD
LG