د لاس رسي وړ اتصالات

په پښتونخواه کې د پولیو ضد واکسین د کمپاین په ډلې بیا ډزي شوي


Polio
Polio

د خیبرپښتونخوا د مردان ښار ته نږدې یو پولیس هغه مهال ووژل شو چې د پولیو خلاف د واکسین د یوې ډلې محافظت یې کوی. دغه یولسم کس دی چې د تیرکال د دسمبر د میاشتې راهیسي په دغسې بریدونو کې وژل کیږي.

رپوټونه وايي چې پیښه هغه مهال وشوه چې وسله والو د مردان ښار ته نږدې د پولیو خلاف د کمپاین په یوه ډلې باندې ډزې وکړي.

ځايي طالبانو د پولیو د څاڅکو د ورکولو په کمپاین باندې په سیمې کې بندیز لګولی دی. هغوی د کمپاین په کارکونکو باندې د جاسوسۍ تور لګوي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس یوازې تیر عیسوي کال د پولیو خلاف د واکسین د کمپاین ۱۱ تنه صحي کارکوونکي وژل شوي دي.

په پاکستان کې د پولیو په پیښو کې زیاتوالی راغلی دی. په دغه هیواد کې په ۲۰۱۱ کال کې ۱۹۸ پيښې ثبت شوي دي. پاکستان د نړۍ یو له هغو هیوادونو نه دی چې اوس هم پکښې د پولیو سارې ناروغۍ
XS
SM
MD
LG