د لاس رسي وړ اتصالات

په اسرائیلو کې د یوه ائتلافي حکومت د جوړولو په سر موافقه شويده


د اسرائیلو صدراعظم بینجامین نیتان یاهو
د اسرائیلو صدراعظم بینجامین نیتان یاهو
د اسرائیلو د ( لیکود ) د گوند چارواکي وایي چي صدراعظم بینجامین نیتان یاهو د یوه ائتلافي حکومت په جوړولو کي یوې موافقې ته رسیدلی دی.

دغو چارواکو وویل چي د ښاغلي نیتان یاهو د لیکود د گوند ائتلاف به د
( یاش عتید ) د گوند سره چي ددین او دولت د چارو بیلیدل غواړي او د یهودانو د کورني گوند سره چي زیات ښي اړخه گوند دی او همدا راز به د یوه بل کوچني گوند سره چي مشر یې پخوانی خارجه وزیر ( زیپي لیفني ) دی او مرکزي قدرت غوښتونکی دی، انډیوالي واچوي.

( یاش عتید ) د جنوري په میاشت کي د اسرائیلو په انتخاباتو کي حیرانونکی پرمختگ وښود او په دوهم لمبر زیاتي چوکۍ یې تر لاسه کړې، په داسي حال کي چي د ښاغلي نیتان یاهو د گوند ملاتړ کم شوی و.
XS
SM
MD
LG