د لاس رسي وړ اتصالات

آیساف وايي په هغو مسایلو کار کوي چې کرزی یې په غصه کړی دی.


Joseph
Joseph

په افغانستان کې د ایساف عمومي قوماندان وايي چې دی او د ده ملگری هیئت په بېړه په هغو مساېلو کار کوی چې ښاغلی کرزی ېې په غوسه کړېدی. جنرال جوزېف ډنفورډ دغه خبره په یوې مرکې کې د اسوشیټد پریس خبرې آژانس ته کړېده. هغه ویلي دي چې په هغو موضوعاتو کې چې دوی ورباندې کار کوي افغان چارواکېو ته د بگرام د زندان سپارل او د میدان وردگو له ولاېت نه دامریکا دخاصو قواو وتلو شامل دي.
جنرال جوزېف ډنفورډ په دې اړه د اسوشیټد پرېس خبری اژانس ته ویلي دي چې پردغو مسایلو کارکوي او هغه د عجلې احساس هم کوي. خو هغه زیاته کړې ده چې دامساېل ډېرپېچلی، او بنېادي دي. نوپه کارده چې په سمه توگه پرې کاروشي. خو دغه امریکايي جنرال دا نه دې ویلي چی د بگرام زندان به کله افغان چارواکیو ته وسپارل شی. اسوشیټد پرېس له جنرال جوزېف ډنفورډ سره په کابل کې د هغه په دفتر کې مرکه کړې ده.
XS
SM
MD
LG