د جمهور ریس کرزي ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې د تروریزم خلاف د ناټو جګړه د (بې هدفه او غیرعاقلانه) ده.
په یوې خبرپاڼې کې چې د جمهور ریس کرزي د ویاند ایمل فیضي دفتر خپره کړې ده د ناټو د سرمنشي ورستۍ څرګندونې رد شوي دي او په افغانستان کې د ناټو جګړه ((بې هدفه)) بلل شوېده.
پرون د دوشنبې په ورځ، د ناټو عمومي منشي اندرس فاغ راسموسن د جمهور ریس کرزي هغه خبره رد کړه چې ویلي و د امریکا او طالبانو ترمنځ پټه معامله موجوده ده.
هغه د جمهور ریس کرزي د دغو څرګندونو په اړه وویل:
(زه دغه نظر چې د جمهور ریس کرزي ورکړی دی ردوم چې په یو ډول نه یو ډول د ناټو، ایساف، امریکا، او طالبانو سره پټه معامله موجوده ده.)
د ناټو عمومي سرمنشي زیاته کړې ده چې دغه نظر چې د جمهور ریس کرزي لخوا څرګند شوی دی ( د خندا وړ دی. )