د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما: په باسټن کې چاودنې «تروریستي عمل» و.


د امریکا ولسمشر اوباما
د امریکا ولسمشر اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د باسټن په ښار کې پرونۍ چاودنې «تروریستي عمل» و.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د باسټن د ځغاستې په سیالۍ کې پرونۍ چاودنې، چې د امریکا د استخباراتو فدرالي اداره یا اف بي ای یې پلټنې کوي، یو تروریستي عمل و.

د امریکا ولسمشر، بارک اوباما په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې دغه برید یو «ناروا او بې غیرتانو کار» و. خو هغه دا هم ویلي دي چې تر اوسه چارواکي په دې نه پوهیږي چې دغه برید چا کړی دی.

د اف بي آی خاص تحقیق کونکی چې د دغو پلټونو مشري کوي وايي چې د دغو دوو بمي چادونو پلټنې به په «نړیواله کچه» وشي. ریک دیس لاریرس Rick DesLauriersوايي چې چارواکي به د نړۍ هر ځاي ته ولاړ شي تر څو هغه کسان معلوم کړي چې دغه «کرغیړن جنایت» یې کړی دی.

په دغو چاودنو کې درې کسان وژل شوي دي چې پکښې د اتو کالو یو ماشوم هم شامل دی. د باسټن پولیس وايي چې په حمله کې ۱۷۶ کسان ټپیان شوي هم دي چې د ۱۷ تنو حال سخت دی. د یو شمیر زخمیانو د بدن اعضا قطع شوي دي.

د نړۍ مشرانو او هیوادونو هم د باسټن چاودنې غندلي دي.

د افغانستان ولسمشر، حامد کرزي د باسټن بریدونه په کلکه غندلي دي او د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږې څرګنده کړې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه څه چې دغه وزارت ورته ((تروریستي بریدونه)) ویلي غندلي دي.
او د هند صدراعظم، منموهن سنګ د امریکا د خلګو سره د تروریزم خلاف مبارزه کې د یووالی څرګندونه کړې ده.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون، د ناټو د سازمان مشر، د اسلامي همکاریو سازمان، اروپايي اتحادیې، او د کاتولیکو عیسویانو مشر پاپ فرانسس هم دغه چاودنې غندلي دي.
XS
SM
MD
LG