د لاس رسي وړ اتصالات

په کامرون کې یرغمل شوي فرانسویان خوشي شول



د هغه فرانسوي کورنۍ اووه تنه غړي چې په کامرون کې اسلامپالو وسله والو یرغمل کړي وو نن خوشي شول. د دغه کورنۍ غړي د دوو میاشتو راهیسې یرغمل وو.

د امریکا غږ سره په یوې مرکې کې د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وویل چې د دغو اووه کسانو روغتیايي حالت ښه دی او دوی اوس په کامرون کې د فرانسې سفارت ته رسیدلي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، فلیپ لالیوت (Philippe Lalliot) وویل:«دغه کورنۍ د پنجشنبې په ورځ ناوخته د کامرون او نایجیریا په پولې خوشي شوه.» هغه وايي چې فرانسې د یرغمل کوونکو سره تماسونه نیولي وو خو د خوشي کیدو لپاره یې پيسې نه دي ورکړي.

د دغه فرانسوي کورنۍ غړي چې څلور ماشومان پکښې شامل دي د باکو حرام د ډلې د مشکوکو وسله والو لخوا د فبروری په ۱۹ نیټه په کامرون کې د نایجیریا سره پولې ته نږدې تښتول شوي وو.
XS
SM
MD
LG