د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریې کې د آموي جومات جګ څلی تباه شوی دی


د حلب آموي جومات
د حلب آموي جومات
د سوریې په شمال کې د حلب په ښار کې د ١٢مې پیړۍ د یوه مسجد جگ څلی پرون د چهارشنبې په ورځ ټول تباه شوی دی.

دا مسجد د امویانو په وخت کې جوړ شوی و او د سوریې حکومت او یاغیانو د هغه د تباه کیدو ملامتي په یو بل باندې اچولې ده. ددې مسجد ساتنه او څارنه د یونسکود نړۍ والو تاریخي آبداتو د ساتنې د سازمان له خوا ترسره کیدله.

د سوریې دولتي خبرې آژانس ویلي دي چي دا کار په القاعدې پورې تړلي د
النصره جبهې کړی دی. مگر په حلب کي دیره د فعالینو یوې ډلي د هغې مسئولیت د سوریې پر پوځ اچولی او ویلي یې دي چې دا څلی د پوځ د یوه ټانک په مرمۍ ویشتل شوی او تباه شوی دی.

دا مسجد د څو میاشتو د پاره د یاغیانو په کنټرول کې و.
XS
SM
MD
LG