د لاس رسي وړ اتصالات

یان کوبیش: چمتو یو چې خبرو اترو ته زمینه برابره کړو


د ملګرو ملتونو د خاص استازي یان کوبیش سره اکرام شنواري مرکه کړې ده
د ملګرو ملتونو د خاص استازي یان کوبیش سره اکرام شنواري مرکه کړې ده

اکرام شنواری -- کابل


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو خاص استازی یان کوبیش وايي چې که چیري د ملګرو ملتونو نه غوښتنه وشي دغه سازمان چمتو دی چې د خبرو اترو د پروسې سره مرسته وکړي. خو هغه وايي چې د دغسې یو رول په اړه باید ټول اړخونه سره سلا شي. هغه دغه خبره په کابل کې د امریکا غږ آشنا راډیو سره په ځانګړې مرکې کې کړې ده.

سوال : ولې ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې د خبرو مشري په غاړه نه اخلي لکه د ۹۰ لسیزې په شان چې بینن سیوان دغه کار کاوه؟

یان کوبیش:د هرڅه لومړی د ملګرو ملتونو په ګډون نړیواله ټولنه د افغانستان په مشري د سولې د بهیر نه ملاتړ کوي. اوس افغانستان په بشپړه توګه یو خپلواک هیواد دی د سولې د بهیر په ګډون د هیواد په دننه او بهر کې د ټولو بهیرونو مسوولیت په غاړه لري. مونږ غواړو چې د افغانستان په مشري، د حکومت مخالفي سیاسي ډلې چې سره یو ځای کارکوي او هغوی چی اوس د حکومت سره په جګړه بوخت دي سره خبرو ته وهڅوو. دوېیمه مسله دا ده چې مونږ چمتو یو چې که چیري له مونږ نه وغوښتل شي پدې برخه کې خپله مرسته زیاته کړو. خو مونږ د ټولو اړخونو له خوا د څرګندې هیلې او ارادې پرته دغسې اقدام نشو کولی. مونږ [د ټولو اړخونو لخوا] د دغسې هیلې څرګندولو ته او هم د هغوی له خوا بلنې ته اړتیا لرو . د دې سره سره دغسې بلنې ته مثبت ځواب ورکولو ته چمتو یو. مونږ چمتو یو چې د ملګرو ملتونو او یوناما په توګه یو ځای د غونډو د جوړولو او د سولې د مخامخ خبرو د نه کیدو په صورت کې ډیالوګ ته زمینه برابر کړو. په دې برخه کې څو میاشتې وړاندې یوناما د یوې کوچنۍ ونډې په توګه د سولې د خبرو لپاره نه بلکه د سولې او پخلاینې د ډیالوک د پیلیدلو لپاره د دوهمې لارې یا Track II په نامه د یوې غونډې د جوړولو وړاندیز وکړ چې پکې د افغانستان ټول دخیل اړخونه د هغو ډلو په شمول چی همدا اوس د افغان حکومت سره په جګړه بوخت دي لکه حزب اسلامي،طالبان او نورو سره کښیني. البته په دې خبرو کې د افغانستان حکومت د یو قوي اړخ په توکه چې د هیواد د اساسي قانون استازیتوب کوي برخه اخلي او د ملګرو ملتونو په بلنه د افغانستان د راتلونکي په باب سره خبرې کوي .دا بلنه لا اوس هم په میز پرته ده.

سوال: تاسو په خپل یو خبرې کنفرانس کی په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستلو په هکله په خبرو کې هیله ښودلې وه چی طالبان به په خپلواکه توګه پریکړې وکړې د دې نه مو منظور څه و؟

یان کوبیش: البته دا په بشپړه توګه هغه څه نه دي چې ما ویلي خو زه په یقین سره دا تاییدوم . البته مونږ به خوشحاله شو چې پرمختګ ووینو، دا مهمه نه ده چې د سولې او پخلاینې په برخه کې پرمختګ په کوم ځای او د کومې لارې رامخې ته کیدلی شي. زما بلنه ټولو اړخونو ته دا ده چی په دې وړاندیز باندې غور وکړي او څومره چې ممکن وي ورته په مثبته توګه ځواب ووایي او پریږدي چی دا دفتر پرانستل شي . مونږ په هر ځای کې د افغانستان لپاره د سولې د هڅو نه ملاتړ کوو.

سوال: تاسو د سولې په بهیر کې د پاکستان د ونډې په باب څه وایاست. ډیر افغانان د سولې د راتلو په برخه کې د پاکستان په نیت شک لري؟

یان کوبیش: دلته یو څرګند تفاهم شته. د مثال په توګه تر هغې چې په افغانستان کې سوله او ثبات نه وي ټینګ شوی په پاکستان کې سوله او ثبات نشي راتللی. په افغانستان کی د سولې او ثبات د راتلو لپاره پانګونې ته اړتیا ده، په ځانګړي ډول د ګاونډیانو له اړخه د یو شمیر دلایلو له مخې په دې کې شک نشته چې پاکستان د افغانستان یو عمده ګاونډی دی، له بله اړخه زه چې د پاکستان حالاتو او ستونزو ته ګورم د افغانستان وضعیت د پاکستان راتلونکی ټاکي. د دهمدې امله، زه د پاکستان د حکومت وروستیو بیانونو هڅولی یم چې وایي په افغانستان کې ثبات ته اړتیا شته او پاکستان په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره کار کولو ته چمتو دی.

سوال:تاسو د تیرې سې شنبې په ورځ د ناتو د بهرنیو چارو د وزیرانوغونډې ته په وینا کې طالبان د فراه په ولایت کې په جنګي جرایمو تورن کړل که په دې برخه کې لږ څه وضاحت ورکړی؟

یان کوبیش: هغوی چې په قصدي توګه ملکي کسان په نښه کوي او په قصدي توګه ملکي کسان وژنې او ویره خپروي دا د جنګي جنایاتو په کتګورۍ کې راځي.
زما لپاره ملګرو ملتونو او د نړیوالي ټولنې لپاره وضعیت پوره څرګند دی. د افغانستان خلکو ته هم ښه څرګند دی. ملکي خلک نه غواړي چې د سیاسي اهدافو او سیاسي اجنداو په خدمت کې ووژل شي هغوی ملکي اوسیدونکي دي او په سوله کې د ژوند کولو حق لري.
حتی که هغوی سره د جنګ د قوانینو له مخې هم عمل وشي د جګړې لپاره هم یو لړ قواعد او مقررات شته دي بنآ مونږ ته ملکي کسان په نښه کول د منلو وړ نه دی. دا په څرګنده وایو چی دا زمونږ لپاره نه بلکه خلکو ته هم د منلو نه دی. هغوی ته چی ددغسی کارونو سبب ګرځي په کار دی د خلکو غږ واوري چې هغوی د ملکي کسانو وژل په څومره سختو الفاظو سره غندي او په دې برخه کی کوم بحث ته هم اړتیا نشته چې څوک ملکي کسان دی او څوګ نه دی، هیڅوګ په خپل سر نشي کولی چې دا ووایي دا ملکي کس دی او دا نه دی.د دې لپاره قواعد او نورمونه شته. هر څوګ باید په دې پوه شي چې که د قانون له چوکاټه بهر پاتې شو، قانون یی مات کړی، مسول دی او سزا به ورته ورکړل شی.


سوال: ستاسي دا څرګندونې د طالبانو لپاره په څه معنی دي؟

یان کوبیش: زه یوځل بیا دا وایم چی دا ډیره څرکنده ده چی په جګړه، شورش او وسله وال جنګ کې د قوې مشروع استعمال څه دی او کوم اقدامات نامشروع دي او د قانون نه سرغړونه بلل کیږي. د ملکي کسانو وژل د قانون په ماتولو کې شمیرل کیږي چی نامشروع عمل دی.
زه غواړم چی دا ووایم چی د طالبانو د څو بیانونو نه چې پکې د هغوی د لوی مشر ملا محمد عمر بیان هم شامل دی هڅول شوی وم . تیرکال هغه یو ډیرڅرګند بیان ورکړ چې پکې هغه د ملکي کسانو د هدف ګرځولو سره مخالفت ښودلی و. زه هیله لرم هغوی چې د دغو جنایاتو تر شا دي او بیا هم د طالبانو ځینو استازو ویلي چې د فراه په څیر د څارنوالانو او قاضیانو وژلو ته به دوام ورکړي. په ډیرو اسانو ټکو کې ویلی شم چې هغوی ملکي کسان دي. له همدې امله زه طالبانو ته سپارښتنه کوم چې د خپل مشر خبرو ته غوږ کیږدي چې د هغوی نه غواړي چې څه وکړي او د هغه په غوښتنې باندې دې عمل وکړي د دې پرته هغوی د خپلو موعظو او زده کړوسره په ټکر کې عمل کوي.

سوال: البته چې طالبان وایي چې ملګري ملتونه بیطرفه نه دي اوتور لګوي چې د امریکا او ناتو خوا یې نیولې ده ستاسي ځواب هغوی ته څه دی؟

یان کوبیش: ځواب آسانه دی هغوی دې زمونږ رپوټونه ولولي که چیري هغوی دا ګڼي چی مونږ یوازې د هغوی په باب خبرې کوو اود هغوی هغه اقدامات چې د ملکي تلفاتو سبب ګرځي پرې انتقاد کوو هغوی سم نه دي پوه شوي. زمونږ په رپوټ کې په ډیره څرګنده توګه د افغان امنیتي ځواکونو، د نړیوالو ځواکونو او د امریکا د پوځ انتقادونه شوي چې په عملیاتو کې یې ملکي کسانو ته زیان رسیدلی وي. دا هر څه په رپوټ کې راغلي دي نو په کار ده چی مونږ ته د طرفداری ګوته ونه نیول شي ځکه دا حقیقت نه دی. له بده مرغه اکثره ملکي تلفات د وسلوال شورش په نتیجه کې پیښیږي. همدغه یې دلیل دی چې هغوی دا ګڼي چی مونږ په رپوټونو کې طرف نیولی دی. هغوی دې ددي کار نه لاس واخلي او که چیري لاس یې واخست و به ویني چې حالات به بل ډول اوسي.
XS
SM
MD
LG