د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کښې د انتخاباتو په ورځ به د طورخم دروازه تړلې وي.


په پاکستان کښې د انتخاباتو په ورځ به د طورخم دروازه تړلې وي.
په پاکستان کښې د انتخاباتو په ورځ به د طورخم دروازه تړلې وي.
د پاکستان حکومت ویلي دي چې د مې د میاشتې د عمومي انتخاباتو په ورځ به د طورخم دروازه د افغانانو پر مخ تړلي وي او هم د هغو افغانانو ګرځیدل راګرځیدل محدود وي چې په پاکستان کښې د اوسیدو قانوني اسناد لري.

د پاکستان حکومت پدې باور دې چې د سوات په درې او ددې ملک په یو شمیر قبایلي سیمو کښې د پوځي عملیاتو نه وروسته، ځیني پاکستاني طالبان د افغانستان خاورې ته وراوښتي دي او همالته یې د پټیدو لپاره خوندي ځایونه جوړ کړیدي. پاکستاني چارواکي دا ګمان هم کوي چې دغه وسله والې ډلې د همدغو سیمو نه په پاکستان کښې په پوځي او ملکي تاسیساتو باندې د بریدونو بندوبست کوي.

په پاکستان کښې شاوخوا 16 لکه افغانان د اوسیدو قانوني اسناد لري خو ویل کیږي چې د لسو لکو په شاوخوا کښې نور داسې افغانان هم په پاکستان کښې ژوند کوي چې د اوسیدو قانوني اسناد نلري او په غیرې قانوني توګه د دې هیواد په بیلا بیلو برخو کښې پراته دي.
د پاکستان د انتخاباتو د کمیسون یو چارواکي اشتیقا احمد خان وایي، سره لدې چې ستونزې شته دي خو زیاتوي چې د انتخاباتو لپاره یې پوره چمتوالی نیولی او دا انتخابات به د ژمنې سره سم په خپل وخت ترسره کیږي.

" د خیبر پښتونخوا په قبایلي ایجنسیو او بلوچستان کښې چې ویل کیږي، دا سیمې د انتخاباتو لپآره خطرناکې دي، خو که خدای کول پدې ټولو سیمو کښې به انتخابات کیږي. د پآکستان پوځ او محلي ملیشې به د انتخاباتو پر وخت د امنیت ساتنې مسؤلیت په غاړه ولري"

که څه هم چې عمومي انتخاباتو ته یوازې دوه اونۍ وخت پاتې دی خو د بې امنیو له وجې د پآکستان ځیني غټ سیاسي ګوندنه لکه عوامي نیشنل پارټۍ، ام کیو ایم، او د پاکستان پیپلز پارټي نشي کولي چې په پراخه توګه انتخاباتي مبارزې وکړي.
څه موده وړاندې وسله والو کسانو په انتخاباتو مبازو او د یو شمیر کاندیدانو په دفترونو باندې بریدونه هم وکړل چې پدې سره یې په خلکو کښې ویره نوره هم زیاته کړه. د همدې تیرې پنجشبنې په ورځ د کراچې په ښار کښې د متحده قومي تحریک یا ایم کیو ایم د ګوند یوه دفتر مخې ته د بم چاودنه وشوه چې شپږ کسان پکښې ووژل شول.
XS
SM
MD
LG