د لاس رسي وړ اتصالات

کانګریس: د سوریې یاغیانو ته دې وسلې ورکړل شي


د امریکا د کانګریس غړي د ولسمشر براک اوباما د ادارې نه غواړي چې د سوریې په ولسمشر بشارالاسد دې اضافي پوځي فشار واچوی تر څو پدې هیواد کښې کورنۍ جګړه پای ته ورسیږي.

د امریکا د مشرانو په جرګې کښې د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو د ګوندونو یوه ډله سناتوران د ولسمشر براک اوباما نه غواړي چې د سوریې یاغیانو ته دې وسلې ورکړي.
د مشر انو په جرګې کښې د وسله والو خدماتو د کمیټې مشر سناتور کارل لیون وایي په سوریه کښې د وضعې د بدلون لپاره امریکا ته پکار ده چې نور ډیر اقدامات وکړي.

" ښاغلی ولسمشر پکار ده چې امریکا او په سیمې کې زمونږ انډیوالان په ګډه د اسد په رژیم باندې پوځي فشار زیات کړي او پکار ده چې دا کار په خورا دقت او د سیمې د هیوادونو په مرستې ترسره شي. "

په عین حال کښې د مشرانو په جرګې کښې د اریزونا دایالت استازی او د جمهوري غوښتونکو د ګوند مشهور غړی، سناتور جان مکین وایي چې د سوریې د جګړې ستراتیژیک او بشري قیمت د سوریې دولس او د امریکا د ګټو لپاره ناوړه عواقب لري.

مکین وایي د امریکا پوځ باید چې د سوریې یاغیانو ته روزنه ورکړي او په وسلو یې سمبال کړي او هم دې د بشارالاسد د رژیم په الوتکو او د سکډ د توغندیو په لانچرونو باندې دقیق ګوزارونه وکړي.

" مونږ دا وړتیا لرو چې د بشارالاسد د رژیم هوایي ځواک او د بالستیک توغندیو قابلیت ښه زیات کمزوری کړو، د هغه همدغه دوه وسیلې د کیماوي وسلو د استعمال لپاره ډیرې مهمې دي. "


یو شمیر نور سناتوران بیا پدې باور دي چې امریکا باید د سوریې یاغیانو ته داسې توغندي ورکړي چې د اوږې نه واریږي او ځمکې نه په هوا کښې هدف ویشتلی شي.

دغه سناتوران وایي په اوسني حالاتو کښې بشارالاسد داسې ګمان کوي چې هغه دا جګړه ګټي او تر هغه وخته پورې چې د هغه دا ګمان ادامه ولري نو د هغه رژیم به هم روان وي نو په همدې خاطر پکار ده چې یو بدلون دې هلته راشي.

د ولسمشر براک اوباما حکومت تر اوسه د سوریې د یاغیانو سره په میلیاردونو ډالرو بشري مرستې کړیدي خو د وسلو ورکولو په برخې کښې زړه نا زړه ده ځکه هغوي دا اندیښنه لري چې دا وسلې به د جنګیالیو لاسته ورشي.

بل پلو د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کیري چې د ایټالیا په پایتخت روم کښې یې په یوه خبري کنفرانس کښې خبرې کولې ،ویلي دي چې بشارالاسد نشي کولي چې د موقتي حکومت یوه برخه وي. ښاغلي کیري همدارنګه د روسیې نه غوښتلي دي چې په سوریې باندې دې د هوایي دفاع یو پرمختللی سیستم نه خرڅوي.

کیري وایي که روسیه دا کار وکړي نو د اسرایلو په بې ثباتۍ به تمام شي چې په سیمې کې د امریکا یو مهم انډیوال هیواد دی.
XS
SM
MD
LG