د لاس رسي وړ اتصالات

په ټول پاکستان کښې نن عمومي انتخابات ترسره شول


که څه هم چې دا انتخابات په پاکستان کښې یوه تاریخي شیبه وه خو بل پلو بیا داسې هم ویل کیږي چې دا ځل پدې انتخاباتو کښې خلکو ته دومره مرګ ژوبله اوښتې چې ددې هیواد په تاریخ کښې ساری نلري.

تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د خیبرپښتونخواه په ایالت کښې شویده . د تشدد د پیښو سره سره خلکو په پراخه توګه پدې انتخاباتو کښې برخه اخیستې وه.

د خیبر پښتونخواه د پیښور په شاوخوا سیمو کښې د انتخاباتو مرکزونه لا پرانیستل شوي نه ؤ خو د طالبانو او نورو سخت دریزه ډلو د ګواښونو او خبرداریو سره سره ، زیات شمیر میرمنې او سړي په اوږدو کتارونو کښې ولاړ ؤ چې د خپلې خوښې کاندید ته رایه ورکړي. د سیمې اوسیدونکي وایي دا ځل په انتخاباتو کښې دومره زیاتو خلکو برخه اخیستې ؤ چې پخوا یې هیڅ ساری نه لیدل کیږي.

د پیښور سیمه د پاکستان ګڼ شمیر قبایلي سیمو ته نږدې پرته ده او په همدې خاطر د تروریزم پر ضد اکثره جګړې په همدې سیمې کې شویدي چې د خلکو د ژوندانه په هر اړخ یې زیاته اغیزه کړیده. طالبانو او نورو وسله والو کسانو هم د سیمې د خلکو نه د غچ اخیستو په خاطر زیاتې حملې په همدې سیمې کې کړیدي چې د امنیتي پرسونل تر څنګ یې ګڼ شمیر ملکیان هم او عام خلک هم وژلي دي.

په پیښور کښې خلک وایي هغوي رایه اچونکي وایي هغوي د طالبانو او نورو وسله والو کسانو د ګواښونو پرواه نکوي خو د عوامي نیشنل پارټۍ د بې کفایته حکومت کارونو دیته مجبوره کړو چې پدې انتخاباتو کښې برخه واخلو.

د شګفته خالق په نامه یوه میرمن چې د پیښور د حیات آباد په سیمې کې یې د رایې ورکولو نه وروسته د امریکا غږ سره خبرې کولې وایي هیله لري چې پدې انتخاباتو کښې د زیاتو خلکو برخه اخیستنه به د راتلونکي حکومت مشران دیته وهڅوي چې خپلې ژمنې پوره کړي.

" دا ځل مونږ وینو چې زیاتو خلکو په انتخاباتو کښې برخه واخیسته، ښایي هیڅ ګوند به هم اکثریت رایې ونه ګټي خو زمونږ هیله دا ده ،هر ګوند چې دا ځل په اسامبلې کې زیاتې رایې وګټي او د هغوي حکومت راشي نو هغه غلطۍ دې نکوي چې د مخکني حکومت خلکو وکړلې. "

یو بل رایه اچونکی نثار احمد چې د انتخاباتي حوزې نه بهر یې انتظار ایسته چې رایه واچوي، وایي پریکړه یې کړې چې دا ځل خپله رایه د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ته ورکوي.

"دی وایي د خلکو غټې اندیښنې او ستونزې د بریښنا او ګازو کموالی او په ټول هیواد کښې اداري فساد او رشوت خورۍ په شان ستونزې دي. پخواني حکومت دغو ستونز د حل لپاره هیڅ اقدام هم ونکړ او عمران خان به هم ښایي چې ډیر ژر به دا ټولې ستونزې حل کړي خو ولس د دې څو پارټیو نه نور تور پوزې راغلي دي. "

د ندیم افریدي په نامه یو بل رایه اچونکی بیا وایي د پخواني حکومت مشرانو هم ورسره ژمنه کړې وه چې که هغوي چیرې واک ته ورسیدل نو د بریښنا د کموالی یا د خلکو په اصطلاح ( لوډ شیډنګ) چاره به کوي خو افریدی وایي چې دې خلکو هیڅ هم ونکړل.

" دا خلک چې په حکومت کښې ول ویې نشو کړی چې د بریښنا د کموالي (لوډ شیډنګ) ستونزه حل کړي، هغوي زمونږ سره دوکه وکړه او اوس چې بیا زمونږ سره د دراوغو ژمنې کوي چې دا ځل به هغوي دا ستونزه را حل کړي. "

په خیبر پښتونخواه کښې ګڼ شمیر خلک پدې باور دي چې د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د اثرناکو خبرو او دا چې ښایي هغه به راتلونکي انتخابات وګټي، خلک دیته هڅولي چې راشي او په انتخاباتو کښې برخه واخلي.

د عمران خان ګوند پدې تیرو څو میاشتو کښې په ټول پاکستان کښې دخلکو زیات ملاتړ تر لاسه کړیدی، د هغه زیاتره پلویان ځوانان دي. عمران خان د پاکستان په قبایلي سیمو کښې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو سره کلک مخالفت لري، هم یې د پآکستاني طآلبانو سره د سولې د خبرو غوښتنه کړیده نو په همدې خاطر هم زیات خلک د هغه طرفداري کوي.

بل پلو د عوامي نیشنل ګوند مشران او فعالین وایي هغوي پدې نه توانیدل چې دا ځل د انتخاباتو لپاره پوره هلې ځلې وکړي ځکه چې طالبانو د هغوي په کاندیدانو او طرفدارانو بریدونه وکړل.

طالبانو د عوامي نیشنل پارټۍ په غړیو او طرفدارانو باندې د اکثرو بریدونو مسؤلیت په غاړه اخیستی ځکه چې دا ګوند سیکولر یا غیرې مذهبي نظر لري. او هم یې د سوات د درې په شمول د خیبر پښتونخواه په زیاتره سیمو کښې د طالبانو په خلاف د پوځي عملیاتو ملاتړ کړی دی.

د عوامي نیشلن ګوند مشران دا نه مني چې هغوي کمزوری حکومت درلود او وایي ډاډمن دي چې پدې انتخباتو کښې به هغوي بریالي کیږي
XS
SM
MD
LG