د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې چادونو ۲۰ کسه وژلي دي


عراقي چارواکو او د روغتون منابعو ویلي دي چي په بغداد او نورو ښارونو کي په یو لړ بم چونو کې لږترلږه ٢٠ کسه وژل شوي او ٦٥ تنه زخمي شوي دي.

تر ټولو سخته او مرگانۍ حمله د کرکوک په شمالي ښار کې وشوه او هغه د دوو موټربمونو چاودنې وې. په کرکوک کې یوه بله چاودنه د سړک په غاړه وشوه چې هدف یې د دې ښار د پولیسو د قوماندان د موټرو کتار و. په چاودنو کي ټول نهه کسه وژل شوي دي.

په بغداد کي هم د موټر بم چاودنې د شیعه گانو په څو سیمو کې وشوې چې لږترلږه اته کسه یې ووژل.

مخکي له دې یوه ځانمرګه د بغداد نه ٥٠ کیلو متره لیرې په تارمیه کي د موټر سایکل نه د پولیسو د تلاشۍ په یوې پوستې باندې حمله وکړه، دوه پولیسان یې ووژل او څلور کسه یې زخمي کړل او په شمالي ښار موصل کې هم د سړک په غاړه د بم چاودنه وشوه یو پولیس یې وواژه او دوه نور یې زخمیان کړل.
XS
SM
MD
LG