د لاس رسي وړ اتصالات

په عراق کې د تشدد په پيښو کې اووه کسه وژل شوي


د عراق په درېیو ښارونو کې بریدونو اووه کسه وژلي دي او تر ۶۰ یې ډیر ټپیان کړي دي.

چارواکي وايي چې نن د بغداد په شمال کي، د الطارمیه په ښارګوتي کې، یو ځانمرګي برید وشو چې ورسته بیا د وسله والو او عراقي عسکرو ترمنځ نښته وشوه. په دغه پيښې کې درې تنه عسکر ووژل شول.

د عراق په شمال کې د خورماتوو په ښار کې بیا د موټر بم دوې چاودنې وشوي چې درې کسه یې ووژل. او د عراق د کرکوک په ښار کې هم موټر بمونو یو کس وواژه.

د خورماتوو او کرکوک په ښارونو کې زیاتره کردان ژوند کوي. کردان غواړی چې دغه دوه ښارونه دې د کردانو په خودمختاره سیمې کې ورګډ کړل شي، خو د عراق مرکزي حکومت یې بیا مخالفت کوي.
XS
SM
MD
LG