د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: په پوځ کې جنسي تیري اعتماد او باور کموي


ولسمشر اوباما وایي چي د امریکا په اردو کي جنسي تیری په وسله والو قواوو کي باور او اعتماد له منځه وړي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د میري لینډ په ( اناپولیس) کي د امریکا د سمندري قواو په پوهنتون کي په وینا کي هغو جنسي تیریو ته اشاره وکړه چي په اردو کي روان دي. هغه وویل:« هغوي چي جنسي تیری کوي نه یوازي جرم او جنایت کوي، بلکي هغه باور او دیسپلین ته هم گواښونه پېښوي چي زموږ په اردو کي په قوي توگه موجود دی. له همدې کبله موږ باید دا کلک عزم او اراده ولرو چي دغه جرمونه بند کړو، ځکه چي هغه په داسي اردو کي ځاي نیسي چي په نړۍ کي تر ټولو ستر ده.»

دپنټګان په یوه تازه رپوټ کي ویل شوي دي چي په اردو کي د جنسي تیري پېښي تیر کال په سلو کي٣٧ زیاتي شوي او ټولي ٢٦زرو ته رسیدلي وې.

XS
SM
MD
LG