د لاس رسي وړ اتصالات

د سوریې مخالفینو او حزب الله جګړه کړې


ویل کېږي چې د سوریې د حکومت مخالفینو په لبنان کې د بشارالاسد طرفداره حزب الله ډلې سره جګړه کړې ده.

د لبنان امنیتي سرچینو ویلي دي چې جګړه د یکشنبې په ورځ وختي د لبنان په ختيځ ښار بالبک کې رامنځ ته شوه او په لړ کې یې د دواړو خواوو نه څو کسه وژل شوي دي.

د بشارالاسد ضد ځواکونو چې اکثریت یې سنیان دي خبرداری ورکړی دی چې په لبنان کې به د حزب الله پر ډلې باندي انتقامي بریدونه وکړي ځکه دغه ډله سوریې ته د بشارالاسد په طرفدارۍ جګړه ماران ورلېږي.

په دې ورستیو کې په لبنان کې د حزب الله په څو قوي مرکزونو باندي لکه جنوبي بیروټ او د بیکا ناوه کې د سوریې له لورې راکټي بریدونه شوي دي.

دغه پېښه هغه اندېښنه لازیات منعکس کوي چې د سیمې له هیوادنو سره د سوریې د روان کړکیچ په برخه کې موجوده ده او هغه دا چي د سوریې روان بحران ګاونډیو هیوادونو ته ونه غځېږي. د ترکیې ، اردون، او اسرایلو سره هم په سرحدي سیمو کې کوچنۍ پېښې رامنځ ته شوي دي.
XS
SM
MD
LG