د لاس رسي وړ اتصالات

په فراه کې چاودنې پلار او درې زامن وژلي


د فراه په ولایت کې د یوې کورنۍ څلور کسان هغه مهال ووژل شول چې موټر یې د سړک د غاړې په بم وربرابر شو. په پيښې کې درې ماشومان او پلار یې وژل شوي دي او د دغو ماشومانو مور بیا زخمې شوې ده.

ملګرو ملتونو پرون وویل چې په افغانستان کې د تشدد پيښې، د تیرکال د همدغه موسم په پرتله، ۲۴ فیصده ډیرې شوي دي. دغه سازمان په جګړې کې د وژل شوو ولسي وګړو د ۸۴ فیصدو پړه په یاغیانو اچوي.

پرون د لغمان په ولایت کې اووه کسان هله ووژل شول چې موټر یې په یوه ماین برابر شو. همداراز په پکتیا کې هم پرون په یوه ځانمرګي برید کې د ښوونځی لس ماشومان، یو افغان پولیس او د نړیوال ایتلاف دوه غړي ووژل شول.

طالبانو په وار وار ویلي دي چې دوی د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره په جګړې کې ولسي وګړي نه په نښه کوي خو د دوی په بریدونو کې معمولا ولسي افغانان وژل کیږي.
XS
SM
MD
LG