د لاس رسي وړ اتصالات

اردغان: مظاهرې د حکومت خلاف د توطیې برخه ده.


د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان
د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان
د ترکیې صدراعظم وايي چې په هیواد کې یې ورستۍ مظاهرې د هغه د حکومت په خلاف د توطیې برخه ده.

د ترکیې صدراعظم رجب طیب اردغان نن ویلي دي چې د ترکیې مظاهرې قصدي هڅه ده چې د ترکیې شهرت او اقتصاد ته تاوان ورسوي. ښاغلي اردغان وویل چې مظاهرچیان (هڅه کوي چې د ترکیې د پرمختګ مخه ونیسي.) هغه وویل چې مالي ادارې او مطبوعات مظاهره چیان استعمالوي چې د ترکیې اقتصاد ته تاوان ورسوي.

نن د ترکیې د صدراعظم د دغو خبرو نه مخکې، د مظاهرو ضد په سلګونو پولیسو ځانونه د تقسیم څلورلارې ته ورسول. دوی د تقسیم په څلورلارې کې د حکومت مخالفو مظاهره چیانو د تیت او پرکولو لپاره اوښکې بهوونکي ګاز او اوبه استعمال کړي.

ځینو مظاهره چیانو بیا په پولیسو باندې د ډبرو او اور اچونکو بمونو ګزارونه وکړل. پولیسو د مظاهره چیانو لخوا څلورلارې ته نږدې په یوه تعمیر ځړول شوي شعارونه لیرې کړل او پرځایې یې د ترکیې بیرغ وځړاوه.

د پولیسو د دغه اقدام نه مخکې، د ترکیې صدرعظم په دې موافقه کړې وه چې د حکومت مخالفو مظاهره چیانو سره به د چهارشنبې په ورځ ګوري.
XS
SM
MD
LG