د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د جنازې پر موټر چاودنې ۸ کسه ووژل


خوست، افغانستان
خوست، افغانستان
ابراهیم رحیمي - خوست

په خوست کې د جمعې په ورځ د جنازې د مراسمو پر يوه موټر چاودنه شوې ده چې ۸ کسان یې وژلي دي.

د سړک غاړې دغه بمي چاودنه نن ماسپښين د دوه نيمو بجو په شاوخوا کې د خوست ولايت د مرکز په ختيځه برخه د چولانو په کلي کې د جنازې په مراسمو کې پر يوه ملکي موټر شوې ده.

د خوست د پوليسو د امنيت امر سمونوال محمديعقوب اشنا راډيو ته وويل، چې د چاودنې له امله په موټر کې سپاره ۸ ملکي وګړي ځای پرځای وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې ياد شوی موټر د جنازې له مراسمو د ستنېدو په حال کې و، چې له دې پېښې سره مخ شو او وايي، چاودونه ډېره زوروه وه، چې له امله يې دغه سرف ډوله موټر په بشپړ ډول له منځه تللی دی.

«د چولانو په سيمه کې د يوه ملکي وګړي جنازه وه، کله چې جنازه دفن شوې ده، خلکو حرکت کړی دی، بس په دې حالت کې پر يوه ملکي سرف موټر پسې چاودنه شوې ده، او اته کسه ملکي خلک په شهادت رسيدلي دي. زموږ کشفي ارګانونه او پوليس محل ته رسيدلي دي، چې له خلکو سره لومړنۍ مرستې هم وکړي. دا چاودنه د کلي په منځ کې په فرعي لاره کې شوې ده.»

د پوليسو د امنيت امر سمونوال محمديعقوب زياته کړه، چې تر اوسه نده څرګنده شوې، چې دغه تازه ايښودل شوی بم د ريموټ کنترول په واسطه چاودلي او که موټر پرې ختلی دی. هغه وايي، چې د پېښې په اړه د پوليسو څېړنې روانې دي.

په وژل شويو کې پنځه کسه د يوې کورنۍ، دوه د بلې کورنۍ او يو هغه يې چولانو د کلي ملا امام و.

جنازه د يوه ملکي وګړي وه چې پرون وسله والو طالبانو په قبايلي سيمه کرمه ايجنسۍ کې وژلی و او د سيمې سلګونو خلکو يې د جنازې په مراسمو کې ګډون کړی و.

د پېښې د سيمې يو تن عيني شاهد اشنا راډيو ته داسې وويل:«نن په دا کلي کې دا دی اته جنازې ستاسو پر وړاندې پرتې دي، ټوټه، ټوټه شوي دي. ګناه يې دا وه، چې د يوه مسلمان په جنازه کې يې ګډون کړی و او د اسلام او وطن د دښمنانو له لاسه دلته يوه تباه کوونکې پېښه وشوله، سرف موټر او خلک يې ټوټه، ټوټه کړل. د يوې کورنۍ پنځه غړي پکې شامل دي، چې د هغې له جملې څخه يو پلار، يو يې زوی، يو يې وراره، يو يې تره زوی. يو تن د پاخه عمر سړی و او نور ټول تنکي ځوانان دي. زموږ د کلي ملا امام هم پکې شامل دی.»

د خوست د والي له دفتر څخه هم په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ياد شوي تلفات تاييد شوي او دغه پېښه يې په کلکه غندلې او دا يې د افغانستان د دښمنانو کار بللی دی.
تر اوسه د دې بمي چاودنې مسووليت چا پر غاړه ندی اخيستی او نه هم وسله والو طالبانو په دې اړه څه ويلي دي.
XS
SM
MD
LG