د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا او افغانستان به طالبانو سره قطر کې خبرې وکړي.


قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستې غونډه
قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانستې غونډه

امرېکا او افغانستان د سه شنبی په ورځ اعلان وکړ چې له طالبانو سره به په قطر کې خبری وکړی. داپلان د سه شنبی په روځ هغه وخت اعلان شو چې طالبانو د قطر په دوحه کې نوی دفترپرانېست. دغه ډله وايی چې دوی غواړی دافغانستان د شخړې داوارولو لپاره د حل سېاسی لاره پېدا کاندی.
داوباما ادری ېوه جگپوړه چارواکی ووېل چې دامرېکا اوطالبانو اولنی مجلس به په راتلونکېو څو ورځو کې وشی.
نوموړي چارواکی وویل نن په افغانستان کې زموږ د روانو هڅو لپاره، د دوه مقاصدو له پلوه ډېره مهمه ورځ ده. تېرکال په بگرام کې ولسمشر براک اوباما دافغانستان لپاره دېوې کړنلارې غټ ټکي څرگند کړل، چې موږ څنگه کولی شو په مسوولانه او بریالۍ توگه په افغانستان کې جگړه پاېته ورسوو.
دغی کړنلارې پنځه مهم ټکي لرل:
ددغی کړنلاری په دوه مهمو ټکيو کې اول دامنېتی انتقال روان بهېردی چی په ټول افغانستان کې به دامنېت مسوولېت افغان امېنتی قواو ته سپارل کېږی. دوېم غټ ټکی د پخلاېنی سېاسی بهېر پېلول دي چې افغاناتو ته اجازه ورکړي چې له ېوبل سره د دې جگړی له څوکلونو نه ورو سته پخلا شی .
نن دوخته په افغانستان کې دامنېتی انتقال په بهېر کې ېوغټ پړاو سرته ورسېده. دناټو په سرمشرېزه غونډه کې چې په شېکاگو کې شوې وه، په دې موافقه شوی وه چې امنېتی مسوولېتونه به دافغانستان امنېتی قواو ته وسپارل شی او هغوی به دامنېت په ساتنه کې مخکښ نقش ولري. خو زموږ بشپړ ملاتړبه ورسره وي. دادانتقال د بهېر په بشپړولو کې ېوغټ اومهم قدم دی چې دبل کال تراخرپورې به ټول امېنتی مسوولتېونه دافغانستان قواوته وسپارل شي.
په عېن وخت کې موږ غواړو په دې ځاې کې پرېوه بل مهم انکشاف باندی نن بحث وکړو چې هغه زموږ دکړنلاری د پخلاېنی په سېاسی بهېرپورې اړه لري. او هغه د قطر په دوحه کې دافغانستان له حکومت سره دمذاکراتو لپاره دطالبانو ددفتر پرانېستل دي چی د پخلاېنی لپاره پکې هڅی و شی.
اوس به زموږ ملگري تاسی ته ددې دوه مهمو ټکېو تفصېلات واوروی. زه به تاسې دولسمشر اوباما دنقش په برخه کې په دې مساېلو کې معلومات درکړم. جمهوررئېس اوباما شخصا په دغه بهېر کې له جمهوررئېس کرزي سره له هغه وخت راهېسی کار کوي چې دی په بگرام کې و. دواړو مشرانو څو څو ځلې په دغه برخه کې خبری وکړلې چې د پخلاېنی دغه سېاسی بهېر د افغانانو ترمنځ دافغانانو په خپله خوښه پرمخ ولاړشی. د پخلاېنی غه سېاسی بهېر ېوداسی فرصت برابروي چې دافغانانو ترمنځ ددې لپاره بحث اومباحثه پېل شی چې ېوسوله ئېز حل منځته راولی او دېوشمېر گوندونو ترمنځ په سوله ئېز ډول داختلافاتو دحل لپاره په افغانستان کې لارې پېدا شی.

د سږکال د جنوری په مېاشت کې چې جمهوررئېس کرزی واشنگټن ته راغلی و، همدا مسله دهغه او ولسمشر اوباما ترمنځ په سپېنه ماڼی کې د خبرو مهم ټکی و. داهغه خبره ده چې ولسمشر اوباما ښاغلی کرزی ته هرځلی په خپلو خبرو کې په ټېلېفون او وېډوېو کنفرانسو نو کې کړېده.
پردې سر بېره دامرېکا ولسمشر براک اوباما د قطر له امېر سره هم خبری کړېدي چې د پخلاېنی په دغه بهېر کې څه ډول ملاتړ برابرولی شی. دسږکال په پسرلی کې چې دقطر امېر واشنگټن ته راغلی و، د ولسمشر اوباما او دهغه د خبرو ېومهم ټکی همداو.
د لته داتو صنعتی هېوادونو په کنفرانس کې جمهوررئېس براک اوباما وکولی شول چې خپل شرېکباڼي مشران په دغه کنفرانس کې په دې نوي انکشاف تېره شپه خبر کړي. هغه داخبرې له هغوی سره دماښامنۍ ډوډۍ په وخت کې وکړلی. دهغه خبرو ته نورو مشرانو په مثبت نظر وکتل. زه فکر کوم چې د پخلاېنی د بهېر نظرېه په نړېواله کچه ډېر زېات ملاتړلري، که څه هم ستونزې به پکې وي.
ولسمشر براک اوباما وکولی شول چې خپل ملگري مشران په افغانستان کې دتېرې شپې د انکشافاتو په برخه کې دېوې مهمی مسلې په توگه له تازه حالاتو نه خبرکړي.

بلخوا د طالبانو استازو په قطر کې د مطبوعاتي کانفرانس په مهال خپرې کړې اعلامیه کې ویلي چې . دافغانستان اسلامي امارت له نظامي تګلارې سره سره سیاسي تګلاره او اهداف لري چې تر افغانستان پورې محدود دي، اسلامي امارت نه غواړي چې له خپلې خاورې نه نورو هېوادونو ته ضرر پېښ کړي، او نه به هم بل چا ته اجازه ور کړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هېوادونو امنیت تهدید کړي؛ د افغانستان اسلامي امارت دهمسایه هېوادونو په شمول د نړۍ له ټولو هېوادو نو سره د متقابل احترام په نظر کې نیولو سره ښې اړیکې غواړي، او په خپل هېواد کې له امنیت سره سره په نړیواله کچه دامنیت او عدالت غوښتونکی دی
XS
SM
MD
LG