د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان طالبان قانع کړل چې د امریکا سره خبرې وکړي


په دوحې کې د طالبانو دفتر د جون په اتلسمه نیټه پرانستل شو.
په دوحې کې د طالبانو دفتر د جون په اتلسمه نیټه پرانستل شو.
د پاکستان پوځ د طالبانو په قانع کولو کې، چې له امریکا سره خبرې وکړي، لوی رول لوبولی دی. دغه خبره د رویټرز خبرې آژانس ته امریکايي او پاکستاني چارواکو کړې ده.

امریکا او طالب چارواکي به په راتلونکو څو ورځو کې د قطر په مرکز دوحې کې سره وګوري. هیله ده چې دغه خبرې اترې به د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ جګړه، چې دولس کاله کیږي چې دوام لري، پای ته ورسوي.

د رویټرز خبرې آژانس وايي چې یو شمیر پوځي او ملکي چارواکو ورته ویلي دي چې پاکستان د طالب قوماندانان قانع کړل چې د امریکا سره خبرې وکړي . دوی ویلي دي چې د پاکستان پوځ طالبان په دې قانع کړل چې خبرې اترې یې په ګټه دي.

د پاکستان د پوځ یوه چارواکي، د نوم د نه اخیستلو په شرط، د رویټرز خبرې آژانس ته ویلي دي: «دغه به زموږ د مرستې نه بغیر ممکنه نه وای چې طالبان قانع شي چې دغه د افغانستان په ګټه ده او نورو ډلو ته قناعت ورکړل شي چې دغه هغه څه دي چې په رښتیا یې طالبان په ذهن کې لري.»

د پاکستان یوه پخواني چارواکي بیا ویلي دي چې د اپریل په میاشتې کې په بروسل کې د ولسمشر کرزي، د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري او د پاکستان د پوځ د لوی درستیز جنرال اشفاق کیاني ترمنځ غونډه د طالبانو سره په دوحې کې د خبرواترو په پیلیدو کې لوی رول درلودی.
XS
SM
MD
LG