د هندوستان صدراعظم نن د سې شنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته سفر کړی دی. د هغه د سفر نه یوه ورځ مخکې، وسله والو اته هندي عسکر ووژل او ۱۳ نور یې ټپیان کړل.
منموهن سنګ سره کشمیر ته په سفر کې د هندوستان د کانګریس د ګوند مشره سونیا ګاندي هم ملګرې ده.
په تیرو درېیو کلنو کې دا لومړی ځل دی چې د هند صدراعظم د هند تر ولکې لاندې کشمیر نه لیدنه کوي.
د منموهن سنګ د سفر نه مخکې، د کشمیر په مرکز سرېنګر کې ډیر شمیر امنیتي ځواکونه ځای په ځای شوي وو.
په سیمې کې بیا بیلتون غوښتونکو د عمومي کاربندیز اعلان کړی دی او نن په سرېنګر کې دوکانونه، کاروبارونه، ښوونځي، او بانکونه تړلي وو.
کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ ویشل شوی دی. دواړه خواوي د کشمیر په ټوله سیمې باندې د ملکیت دعوا کوي. دواړو ګاونډي هیوادونو چې اوس په اټمي وسلو سمبال دي دوه ځلې د کشمیر په سر جګړه کړې ده.