د لاس رسي وړ اتصالات

ډاکټر وحیدالله ته جایزه ورکړل شوه


ډاکټر وحید وحیداله ته د تریسا ابۍ (Mother Teresa) د سولې جایزه ورکړل شوه.
ډاکټر وحید وحیداله ته د تریسا ابۍ (Mother Teresa) د سولې جایزه ورکړل شوه.
په امریکا کې د البانیايي الاصله امریکایيانو بین المللي سازمان، د تریسا ابۍ (Mother Teresa) د سولې او پرمختگ جاېزه، یوه افغان ته ورکړیده.

دغه افغان ډاکټر وحید وحیدالله دی چې د سیمه اېزو او نړیوالو بحرانونو د حل په چارو کې د ملگرو ملتونو لوړ رتبه کارپوه دی.

د البانیايي الاصله امریکایي مهاجرو د بین المللي سازمان ریس مارکو لیتي، د تریسا ابۍ په نامه د سولې او پرمختگ دغه جایزه، د جون د میاشتې په ٢٢ مه نیټه د نیویارک په ښار کې په خاصو مراسمو کې ډاکتروحید وحیدالله ته ورکړه.

مارکو لیتي زرگونو البانیایي مهاجرو ته چه دغو مراسمو کې یی گډون کړی وو د ښاغلي وحیدالله د لسو کلنو خدمتونو قدرداني وکړه. هغه د بالکان په سیمې او په شرقي اروپا کې، په تیره بیا د کسوو د آزادۍ او د اجتماعي او اقتصادي پرمختگ دپاره، د ډاکتر وحیدالله رول وستایه.

please wait

No media source currently available

0:00 0:09:26 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG