د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرکټ د دویمې درجې غړیتوب ترلاسه کړ


afghan cricket
afghan cricket
د افغانستان د کرکټ د نړۍ د دویمې درجې غړیتوب ترلاسه کړو

د افغانستان دکرکټ د ایسوشیټ ممبر کیدو گټې او مسولیتونه
راپور .مطیع الله عابد

د افغانستان کرکټ ټیم چې تراوسه د کرکټ د نړیوالې شورا یا ای سي سي په لیست کې د دریمې درجې یا ایفیلیټ ملک وه. نن په لندن کې د ای سي سي په مهمه غونډه کې د افغانستان لخوا ورکړل شوی درخواست قبول شو او افغانستان ته ېې د ایسوشیټ یا دویمې درجې غړیتوب ورکولو فیصله وکړه.

د افغانستان دکرکټ اجرایوي ریس ډاکټر نور محمد مراد د دې سند د اخیستو دپاره لندن ته تللی دی.په کابل کې د افغانستان دکرکټ بورډ منابعو امریکا غږ آشنا راډیو ته ویلي دي چې نن یا سبا به دغه سند په رسمي توگه دوي ته وسپارل شي.

د افغانستان د کرکټ د غړیتوب د پرمختگ سره به افغانستان د کرکټ دپاره که یو خوا د پرمختگ نوې لارې خلاصې شي نو بلخوا د یو لړ مسولیتونو بار به هم ورته په اوږو واچولی شي.

د کرکټ په نړۍ کې د دریمې درجې یا ایفلیټ ملکونو شمیر قریب شپته دی.د ایسویشټ ملکونو تعداد شپږ دیرش دی او د دایمي غړو ملکونو شمیر لس دی .اوس افغانستان په ایسوشیټ ملکونو کې یو بل یعني اودیرشم هیوادشو.

دې سره به افغانستان د ای سي سي په غونډو کې د ناستې د رایې ورکولو او نظر ورکولو د امتیاز خاوند شي. د ایسوشیټ ملکونو سره د لوبو کولو او د دغو ملکونو په اندازه د بودیجې اخیستو امکانات به هم ورته برابر شي. همداشان د ایسوشیټ د درجې اخیستو سره به ورته د لوبغاړو د سوېې دلوړولو او د دایمي ملکونو سره د لوبو کولو دپاره هم لارې خلاصې شي.

خو ورسره به په هیواد کې د لوبې د ودې دپاره هم کارونه ذیات شي. د لوبو د میدانونو تعداد او سویه به ذیاتوي. د ملي ټیم نه علاوه د الف ډلې، د نولس کلنې ډلې .د ښځو د ټیم او د نورو کلب ټیمونو د شمیر ذیاتولو شرط به هم عملي کوي.

د افغانستان د کرکټ د دویمې درجې په لور تگ د افغانستان د ملي ټیم د وروستیو بریاو، د لوبغاړو د خواریو او د کرکټ بورډ د مسولین د شریک کار او زیار گډه نتیجه ده او هیله کېږي چې افغانستان به په دې نړیوال معیار پوره وخیژي.
XS
SM
MD
LG