د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه د سولې په خبرو کې څه رول لوبولی شي؟


ملګري ملتونه وايي چې که د دغه سازمان نه وغوښتل شي نو د افغانستان د سولې د خبرو اترو سره به مرسته وکړي.

زیبا خادم -- واشنګټن

ملګري ملتونه وايي چې که د دوی نه غوښتنه وشي نو تیار دي چې د افغانستان د سولې په پروسې کې مرسته وکړي. دغه خبره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ین ایلیاسن کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال وايي چې خبرې اترې باید د افغانانو ترمنځ وي او مشري یې هم باید د افغانانو په غاړه وي.


خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ظاهر طنین وايي چې خبرې اترې باید اول د طالبانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا ترمنځ پیل شي او ورسته بیا کیدای شي چې وکتل شي چې آیا د ملګروملتونو مرستې ته ضرورت سته او که نه.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر وايي: «اصلي خبره دا ده چې د سولې د عالي شورا او طالبانو ترمنځ خبرې پيل شي. . . . بیا که ضرورت وي چې بین المللي ټولنه او ملګري ملتونه مرسته وکړي دا به وڅیړل شي.»

ښاغلی طنین زیاتوي چې د خبرو اترو لپاره چې په کومو اصولو توافق شوی باید درناوی یې وشي. هغه دا هم وايي چې طالبان باید یوازې د یوې ډلې په توګه د سولې د عالي شورا سره په خبرو کې برخه واخلي.
please wait

No media source currently available

0:00 0:09:22 0:00
مستقیمه لیکه

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر بیا وايي چې د افغانستان په روان بحران کې د ملگرو ملتونو رول گټور دی دا ځکه چې دغه سازمان یو بې طرفه موسسه ده چې په افغانستان کې حضور لري. خو هغه دا هم وايي چې ښاغلي رنجبر زیاتوي چې دغه کار باید د دواړو اړخونو د غوښتنې په اساس وشي.

ښاغلي رنجبر وايي چې د ملګرو ملتونو دغه وړاندیز، چې وايي په خبرواترو کې مرسته کولای شي، د طالبانو لپاره یو ښه فرصت دی چې د دغه سازمان له طریقه د افغان حکومت سره خبرې وکړي.

کبیر رنجبر وايي: «ملګري ملتونه مثبت نقش لوبولی شي، او دا خبره هم بیخې سمه ده چې دوی خپل منځګړیتوب په دواړو جوانبو باندې نه شي تحمیلولای. دا باید د دواړو خواوو لخوا تقاضا وشي، په دغه حالت کې ملګري ملتونه کولای شي چې منځګړیتوب وکړي.»

ښاغلي رنجبر دا هم زیاتوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو رول مثبت او منفي اړخونه درلودل. هغه وايي چې د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه ورسته په پوځي ډګر کې ملګري ملتونو مثبت نقش لوبولی دی خو په سیاسي ډګر کې یې رول هم مثبت و هم منفي و.

ښاغلي رنجبر وايي چې ملګري ملتونه د بن د موافقتنامې په عملي کولو او د طالبانو د رژیم د نسکوریدو نه ورسته د وسلو په ټولو کې داسي چې یې تمه کیدل مثبت نقش نه دی لوبولی.

please wait

No media source currently available

0:00 0:06:13 0:00
مستقیمه لیکه
XS
SM
MD
LG