د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د خپلو ټولو ځواکونو په ایستلو غور کوي


نیویارک ټایمز وايي چې امریکا په دې غور کوي چې راتلونکي کال ته د افغانستان نه خپل ټول ځواکونه وباسي. ورځپانه وايي چې که دغه کار وشي نو د ۲۰۱۴ کال نه ورسته به هیڅ امریکايي عسکر په افغانستان کې پاته نه شي.

د نیویارک ټایمز ورځپانې د دوشنبې په ورځ په خپلې ویبپانې باندې یو راپور خپور کړ چې پکښې د امریکايي او اروپايي چارواکو له خولې ویل شوي دي چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د ولسمشر کرزي سره په مذاکراتو کې مایوسه شوی دی.

ورځپانه وايي چې دغه یې علت دی چې د امریکا ولسمشر د ټولو امریکايي عسکرو په رایستلو «جدي غور» کوي.

دغه لومړی ځل نه دی چې امریکا وايي چې کیدای شي خپل ټول عسکر د افغانستان نه وباسي. د رویټرز خبرې آژانس د جنوري په میاشت کې د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر اوباما د سلاکار بین رودیس (Ben Rhodes) له قوله وویل چې کیدای شي امریکا په دې غور وکړي چې د افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونو وباسي.

نیویارک ټایمز دا هم ویلي دي چې د امریکا دغه اقدام چې غوښتل یې د طالبانو سره د سولې خبرې پيل کړي، د ښاغلي اوباما او ولسمشر کرزي ترمنځ مناسبات تر پخوا هم خراب کړل.

ورځپانه وايي چې د جون په ۲۷ نیټه د اوباما او کرزي ترمنځ ویډیويي کنفرانس چې هدف یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تشنج کمول و، ښه نتیجه نه درلوده. نیویارک ټایمز وايي چې په دغه کنفرانس کې ښاغلي کرزي په امریکا تور ولګاوه چې غواړي د طالبانو او د هغوی د پاکستاني ملاټرو سره په خپل سر خبرې وکړي او په دغه کار سره د افغانستان حکومت ضعیفه کړي.

نیویارک ټایمز وايي چې د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو د ویډیويي کنفرانس نه ورسته امریکايي چارواکو د افغانستان نه د ټولو امریکايي عسکرو د ایستلو په اړه غور پیل کړ.
XS
SM
MD
LG