د لاس رسي وړ اتصالات

کیدای شي دهلمند د نوې اډې نه کار وانخستل شي


په هلمند کې د قوماندې او کنټرول د مرکز نوې جوړه شوې ودانۍ
په هلمند کې د قوماندې او کنټرول د مرکز نوې جوړه شوې ودانۍ
د افغانستان د بیا رغونې دپاره د امریکا د عمومي مفتش دفتر وايي چي د امریکا اردو د افغانستان په جنوب کي د یوې نوې ودانۍ په جوړولو باندې ٣۴ ملیونه ډالره مصرف کړي دي، مگر داسي معلومیږي چې د دغې ودانې نه به هیڅ استفاده و نه شي.

د افغانستان د بیا رغونې دپاره د امریکا د خاص عمومي مفتش دفتر د چهارشنبې په ورځ وویل چې دا یقین لري چې په هلمند کې د امریکا دغه ودانۍ « د ضایعاتو یو ډیر لوی ځورونکی مثال دی.»

دغه اداره چې د کانګریس لخوا ټاکل شوي په افغانستان کې د هغو پروژو څارنه او نظارت کوي چې د امریکا په پیسو جوړیږي.

خاص عمومي مفتش د دې اندیښنې په هکله ددوشنبې په ورځ د امریکا د دفاع وزیر چک هیگل او د اردو لوړ پوړو چارواکو ته یو لیک واستاوه.

د امریکا اردو د یوې برتانوي تعمیراتي کمپنۍ سره په ٢٠١١م کال کې د دغې ودانۍ د جوړولو قرارداد وکړ چې د هغې نه د سیمه اییزې قوماندانۍ د قرارگاه په توگه کار واخلي.

مگر د امریکا خاص عمومي مفتش جان سوپکو وایي چې د اردو چارواکو په دې وختونو کې ده ته ویلي دي چې د دغې ودانۍ نه به کار وانه خیستل شي.


په دې اړه د دفاع د وزارت ویاند جورج لیټل پرون وویل چي د سوپکو په لیک باندې غور کیږي.

ښاغلي لیټل وویل: « زه نه پوهیږم چې ددفاع وزیر چک هیگل به دې ته کوم رسمي ځواب ووایي او زه هم دا اوس کوم ځواب نه لرم. زه فکر کوم چي موږ ته یو څه وخت په کار دی چې په دې مسلې باندې غور وکړو.»

دغه ودانۍ په ٢٠١٢م کال کي جوړه شوه، مگر نور پاته کارونه یې د دې کال په سر کې بشپړ شول.

عمومي مفتش د امریکا د اردو د یوه مامور له قوله ویلي دي چې دغه ودانۍ به په داسې حال کې چې امریکایي عسکر د افغانستان نه وځي محفوظه پاته نه شي.
XS
SM
MD
LG