د لاس رسي وړ اتصالات

د ډیره اسماعیل په برید کښې سل ګونه بندیان آزاد شوي


پاکستاني طالبان چې ځینو یې د پولیسو یونیفورم اغوستي و د دوشنبې په ورځ په خیبر پښتونخواه کې په یو زندان د ماشیندادو ډزې کړیدي، د ٢۴٠ نه زیات بندیان یې ازاد کړیدي، چې ٢٥ پکې تروریستان دي.

چارواکي وايي د پولیسو په شمول ١٢ کسه په دې حمله کې، چې لږ تر لږه درې ساعته روانه وه، وژل شویدي. اوه کسه نور په دغه برید کې چې د خېبر پښتونخوا د ډیره اسمعیل خان په ښار کې په بندیخانې وشوه، زخمي شویدي. دیره اسمعیل خان د افغانستان سره په سرحد باندی قبایلی سیمو ته نژدی موقعیت لری.
طالبان او د القاعدی سره ملگرې ډلې په دغو قبایلي سیمو کې د پټیدو خوندی مرکزونه لري.
د پاکستان چارواکي وايي، لږ ترلږه شپږ بندیان بیرته نیول شویدی. د اردو عسکر د زندان د امنیتی قوې مرستې ته ور وغوښتل شول.
په دیره اسمعیل خان کې په گرځیدو بندیز لگیدلی او پولیسو او عسکرو غونډې سیمې ته د تلو راتلو لارې بندې کړیدي.

د پاکستاني طالبانو نطاق ویلي دي چې دغه کامیابه حمله یوسلو پنځوسو طالبانو او څو ځان مرگو کړیده.
سیمی ته نژدی اوسیدونکی وايی، اول یی د څو چاودونو غږونه واوریدل، او بیا وروسته حمله کوونکو د مشین گڼو ډزی شروع کړی او لاسی بمونه یی ور گوزار کړل. په دغه زندان کې کوم پنځه زره بندیان دی چې ٢٥٠ په کی په ترورستی جرمونو بندیان شویدی، او قریب څلوویښت نور یی په اصطلاح لوړ رتبه کسان دی.
XS
SM
MD
LG