د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت او ناټو تر منځ د کانتینرونو ستونزه حل شوه


په افغانستان کښې میشت نړیوال ځواکونه وایي چې د افغان حکومت سره یې د نظامي تخنیکي موافقې په برخې کښې پیدا شوې ستونزې حل شویدي.
ددغو ځواکونو په یوې اعلامیې کښې چې نن یې مطبوعاتو ته استولې، ویل شویدي چې د وزیرانو شورا د افغانستان په ګمرکونو کښې د ناټو په مالونو د مالیو او جریمو د معاف کولو لپاره د مالیې د وزارت وړاندیزونه منلي دي. او زیاته شویده چې د افغان حکومت او آیساف ځواکونو د استازو یوه ګډه کمیټه هم جوړه کړیده چې د نظآمي تخینکي موافقې له مخې به د دواړو غاړو اندیښنې رفع کړي.
په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جوسف ډن فورډ د ولسمشر حامد کرزي او د مالیې د وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال نه مننه کړیده چې د نظامي تخنیکي موافقې په برخې کې د ستونزو په حل کولو کښې یې مرسته کړیده.
جنرال ډن فورډ ویلي دي د همدغه تړون له برکته به د ناټو ځواکونو ته دا زمینه ښه مساعده شي چې د افغان ولس او افغان امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.

په عین حال کښې د افغانستان د مالیې د وزارت سلاکار نجیب منلی وایي " د ناټو 70 زره کانتینرانو اسناد نه و معتبر شوي، اوس آیساف او د مالیې وزارت یوې نتیجې سره رسیدلي چې دغه اسناد په مجموعي ډول سره ارزیابي کړي، پدې تیرو څو ورځو کښې د شلو زرو په شاوخوا اسناد بررسي شوي او په پاتې نورو به یې هم په څو ورځو کښې کار وشي او پدې سره به دا مسله نوره حل شي. "
XS
SM
MD
LG