د لاس رسي وړ اتصالات

په جلال آباد کې چاودنې ۱۶ کسه ټپیان کړل


په جلال آباد کې د شنبې د ورځې په بریدونو کې نهه کسه، چې ماشومان هم پکښې شامل دي، وژل شوي دي.
په جلال آباد کې د شنبې د ورځې په بریدونو کې نهه کسه، چې ماشومان هم پکښې شامل دي، وژل شوي دي.
په جلال آباد کې بمي چاودنې ۱۶ کسه ټپیان کړي دي.

افغان چارواکي وايي چې چاودنه هغه مهال وشوه چې د څارنوال عبدالقیوم موټر له سیمې نه تیریده.

چارواکي زیاتوي چې په چاودنې کې، چې د ریموټ کنټرول په واسطه وشوه، د څارنوال ساتونکي او ۱۲ ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د شنبې په ورځ د جلال آباد په ښار کې درې ځانمرګي بریدونه وشول. په دغو بریدونو کې لږترلږه نهه کسه ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول.

د شنبې د ورځې ځانمرګي بریدونه په جلال آباد کې د هندوستان پر قونسلګرۍ باندې وشول. په پیښه کې یو شمیر ماشومان هم وژل شوي دي.

هندوستان د شنبې د ورځې بریدونه غندلي دي.

په جلال آباد کې د هندوستان په سفارت باندې د ځانمرګو بریدونو مسولیت طالبانو نه دی منلی.
XS
SM
MD
LG