د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سناتوران د مصر د چارواکو سره ګوري


امریکايي سناتوران جان مکین او لینډزي ګرهم د امریکا د ولسمشر په غوښتنې قاهرې ته تللي دي
امریکايي سناتوران جان مکین او لینډزي ګرهم د امریکا د ولسمشر په غوښتنې قاهرې ته تللي دي
دوه امریکايي سناتوران مصر ته تللي دي چې د دغه هیواد د چارواکو سره وګوري. دغه دوه سناتوران غواړي د مصر د سیاسي بحران د حل د لارو چارو د پیدا کولو سره مرسته وکړي.

امریکايي سناتوران، جان مکین او لینډزي ګرهم، د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د غوښتنې په اساس قاهرې ته تللي دي.

دغه امریکايي سناتوران غوښتنه کوي چې په مصر کې دې هرڅه ژر چې کیدای شي ملکي حکومت ته واک ورکړل شي.


مصر چارواکي وايي چې تمه ده چې امریکايي سناتوران به د مصر د موقت ولسمشر عدلي منصور او لوی درستیز عبدالفتاح السیسي سره وګوري.

دا معلومه نه ده چې امریکايي سناتوران به د اخوان المسلمین د ګوند د مشرانو سره هم وګوري او که نه.

د اخوان المسلمین ګوند د دې نه انکار کړی دی چې په انتقالي پروسې کې برخه واخلي.

د دوشنبې په ورځ اخوان المسلمین وویل چې د دوی د جګپوړو غړو او نړیوالو هیئتونو ترمنځ خبرې ګټورې نه وې.

د اخوان المسلمین د ګوند مرستیال خیرت الشاطر د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د مرستیال ویلیم برنز او د اروپایي او عربي هیوادونو د دیپلوماتانو سره کتلي دي.

د اخوان المسلمین د ګوند په مرستیال الشاطر باندې تشدد ته د خلګو د لمسولو تور لګول شوی دی.

داخوان المسلمین د ګوند یو ویاند ویلي دي چې الشاطر نړیوالو هیئتونو ته ویلي دي چې د هغه سره دې په خبرو خپل وخت نه ضایع کوي او دوی باید د ښاغلي مرسي سره دې خبرې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې داسي پلان نه شته چې د ښاغلي مرسي سره دې ملاقات وشي.

ښاغلي مرسي د جولای په درېیمه نیټه د مصر د پوځ لخوا د قدرت نه لیرې کړل شو او تر اوسه پورې په توقیف کې ساتل کیږي.
XS
SM
MD
LG