د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې نن اختر نه شته


د میاشت لېدلو کمېټه د میاشت په لېدو بریالۍ نه شوه
د میاشت لېدلو کمېټه د میاشت په لېدو بریالۍ نه شوه
د تېرو کلونو په شان سږ کال هم د وړوکي اختر په را رسېدو پاکستان د نړۍ له نورو اسلامي هیوادونو سره یوځای اختر نه لمانځي. پرون د پاکستان د میاشت لېدو کمېټې، اعلان وکړ چې دوی د میاشتې په لېدو بریالي نه شوو، نو ځکه به نن د پنج شنبې په ورځ په هیواد کې اختر نه وي.

بل خوا د مرکزي حکومت او د میاشت د لېدلو له کمټې سره د هیواد ځینې برخې همغږي نه دي او هغوی د نړۍ له نورو اسلامي هیوادونو سره یوځای اختر لمانځني. د تېرو کلونو په شان د پاکستان په پښتون میشته سیمو، په تیره بیا په قبایلو او د خیبر پښتونخوا په ډیرو سیمو کې نن اختر وو. د بلوچستان ځینې سیمې په تېره بیا افغان کډوال هم نن اختر لمانځي.

سږ کال د هیواد د مذهبي چارو وزیر محمد یوسف هڅه وکړه چې په ټول هیواد کې یوځای اختر و لمانځل شي، خو د میاشتې د لیدو کمټې چې د پنجاب په ایالت کې موقعیت لري د تېرو کلونو په شان د سعودي عرب څخه یوه ورځ وروسته د اختر لمانځل اعلان کړل، خو په پښتنو مېشتو سیمو کې چېرې چې میاشت لیدل شوې وه، هغو له سعودي عرب سره یوځای د پنج شنبې په ورځ د ړوکي اختر لمانځل اعلان کړل، نو ځکه د مذهبي چارو د وزیر د یووالي هڅو کوم ځای و نه نیوه

د خییر پښتنونخوا ډیری خلک دا گیله لري چې د میاشتې لېدو کمېټې غړي چې اکثره یې د پنجاب خلک دي د میاشتې د لېدلو په اړه د پښتنو گواهي نه مني، او دوی دغه خبره خپلو خلکو ته یو سپکاوی گڼي.
XS
SM
MD
LG