د لاس رسي وړ اتصالات

د مصر د روان کړکیچ په اړه د امریکا چوپتیا


د مصر په سینا کې فعاله اسلامي ډله وایي هغه هوایي برید چې څلور وسله وال یې په کې وژل شوي وو، په اصل کې د ډرون یا بې پیلوټه الوتکې برید و چې له اسرائیل څخه الوتې وه.

پرون د شنبې په ورځ د وژل شویو څلورو کسانو مړي په داسې حال کې هدیرې ته یوړل شول چې دوه سوو موټرو بدرگه کړل. د تدفین په مراسمو کې د مصر او اسرائیل د اردو پر ضد شعارونه ورکړل شول.

د مصر پوځ دغه ادعا رد کړې ده او وایي د اسرائیل له لورې د مصر پر خاوره هیڅ ډول تیری نه دی شوی. پخپله د اسرائیل حکومت د پیښې په اړه تر اوسه هیڅ نه دي ویلي.

له مصر سره د امریکا اړیکې له اسرائیل سره د سولې د ټینگولو پر بنسټ ولاړې دي او د مصر او اسرائیل په اړیکو کې بدلون به لزوماً د امریکا او مصر اړیکې هم بدلې کړي.

د بیلگې په توگه د یوې مصرۍ بیلي ډانسرې په سندره کې د مصریانو ذهني انعکاس شوی چې وایي: " ته له موږ غواړي چي مورسي خوشې کړو، ای اوباما ته څومره کم عقله او بد سړی یې. مورسي پریږدو؟ نور مه وایه چې وژنم دی."

دغه ډانسره سلما المصري نومیږي. د مرسي پر ضد سندره یي د پوځ په ملاتړو خلکو لاس په لاس شوه او ښه زور یي اخیستی دی.

په نولس سوه نهه اویایم کې د اسرائیل د رسمیت پیژندلو په بدل کې، امریکا هر کال له میلیارد ډالرو ډیرې مرستې، له مصر سره کوي چې ډیره برخه یې پوځ ته رسیږي.

خو نن سبا امریکا له یوې معضلې سره مخ دی. په عمومي ډول د پوځ لخوا د یو انتخاب شوي حکومت پرځول، کودتا بولي او د قانون له مخې هر ډول مرستې پرې بندوي. خو د مصر سره مرستې د امریکا د یو نژدې متحده اردو د ساتنې لپاره اړینې بلل کیږي.

د کودتا او یا نه کودتا په اړه د امریکا حکومتي ویاندویان له خندوونکو پوښتنو سره مخ کیږي.
خبریال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ویاندې پوښتي: "تاسي د مصر د بدلون په اړه څه دریځ لرئ؟ کودتا وه؟"
جن پاسکي په ځواب کې وایي: " موږ دې پریکړې ته رسیدلي یو چې موږ په دې موضوع هیڅ ډول قضاوت نه کوو."

د اړیکو د خرابیدو د مخنیوي د هڅو برسیره، وضعه دومره ښه ښکاري. د پوځ مشر جنرال عبدالفتاح السیسي د امریکا په نظامي کالج کې زده کړې کړې دي خو وروسته یي نظر واوښت، او د گاونډیو عربي هیوادونو له لورې د دولس میلیارده ډالرو د مرستې له امله د امریکا یو میلیارد ډالرو خپل اهمیت له لاسه ورکړی دی.
XS
SM
MD
LG