د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل ته تللی


Kosovo, Guido Westerwele
Kosovo, Guido Westerwele
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسته ویل د یکشنې په ورځ د اسرائیل د ولسمشر شیمون پیریز او د نورو اسرائیلي چارواکو سره ولیدل او هغوی ته یې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیرته پیلیدو په اړه د اروپا ملاټر څرګند کړ.

ګیدو ویسته ویل وویل: « دغه ستاسو د هیواد لپاره ټاکوونکی وخت دی. دغه د ټولې سیمې لپاره حساسي شیبې دي. او زه فکر کوم چې دغه د ټولې نړۍ لپاره پریکړنده وخت دی. دا بیا دا مانا لري چې د نړیوالې ټولنې ټول غړي، په تیره بیا اروپايي هیوادونه په دې باندې پوهیږي چې د مخامخ خبرو اترو څخه ملاټر د دوی مسولیت دی.»

د سولې د خبرو د بیرته پیلیدو په لړ کې، د یکشنبې په ورځ، د اسرائیل حکومت د هغو ۱۰۴ فلسطیني بندیانو نه چې دوی یې د خوشي کیدو ژمنه کړې د ۲۶ تنو نومونه خپاره کړل.

د بندیانو خوشې کول هغه څه وه چې فلسطینیانو یې د خبرو د پیلیدو لپاره غوښتنه کوله.

د دغو بندیانو نه ډیری یې په اسرائیلیانو باندې د وژونکو بریدونو په خاطر د لسګونو کلنو نه راپدیخوا په زندان کې اچول شوي و.

د اسرائیل د کابینې ځینو محافظه کارو ډلو د حکومت لخوا د فلسطیني بندیانو خوشې کول غندلي دي او دغه اقدام یې تروریزم ته د مکافاتو د ورکولو معادل ګنلی دی.

خو که له یوې خوا د فلسطیني بندیان د خوشې کیدو اعلان شوی دی بلې خوا ته بیا د اسرائیل د کور جوړونې وزیر اوري اریل د یکشنبې په ورځ په نیول شویو سیمو کې د یهودانو لپاره د ۱۲۰۰ کورنو د جوړیدو منظوري ورکړې ده چې ٨٠٠ یې په ختیځ بیت المقدس کې او ۴٠٠ یې په لویدیځه غاړه کې جوړیږي او د کار یې داوطلبی ته وړاندې شوی دی.

د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو ویاند ویلي دي چې دغه اقدام به د دې سبب نه شي چې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د سولې خبرې د خنډ سره مخ کړي.

فلسطینایان بیا د دغه اعلان په اړه په غصه دي. خو فلسطینیانو دا نه دي ویلي چې د سولې خبرې به نه کوي. فلسطیني لوړپوړي مرکچي، صایب عریقات په اسرائیل باندې د دغه اقدام په خاطر د بد نیتۍ تور ولګاوه.

فلسطینیان دعوا کوي چې ختیځ بیت المقدس او لویديځه غاړه د دوی ملکیت دي. فلسطینیان دا هم وايي چې د کور جوړونې د فعالیتونو پراخول به د دوی لپاره دا ګرانه کړي چې یو خپلواک دولت ولري.
XS
SM
MD
LG