د لاس رسي وړ اتصالات

اسراییل او فلسطینیان په بیت المقدس کې خبرې کوي


ارشیف: دوې اوونۍ مخکې اسراییلو او فلسطینیانو په واشنګټن کې مقدماتي خبرې پیل کړي
ارشیف: دوې اوونۍ مخکې اسراییلو او فلسطینیانو په واشنګټن کې مقدماتي خبرې پیل کړي
اسراییلي او فلسطیني مرکچیان د چهارشنبې په ورځ په بیت المقدس د سولې خبرې بیرته پيلوي.

په تیرو درېیو کلنو کې دغه لومړی ځل دی چې دواړه اړخونه به په یو شمیر مهمو مسایلو خبرې وکړي. په بیت المقدس کې د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ د خبرواترو په اړه جزییات نه دې ورکړل شوي.

خو داسي معلومیږي چې په دواړو خواوو کې نارضایتي موجوده ده. په اسراییلو کې د هغه پلان خلاف چې په ترڅ کې به یې ۱۰۴ فلسطیني بندیان خوشي شي مظاهرې شوي دي.

فلسطینیان بیا د اسراییلو د حکومت په هغه اعلان باندې په غصه دي چې وايي په اشغال شوو سیمو کې به د نوو کورونو جوړولو ته ادامه ورکړي.

دوې اوونۍ مخکې اسراییلیانو او فلسطینیانو د یو بل سره په واشنګټن کې د سولې د مذاکراتو لپاره مقدماتي خبرې وکړي.

اسراییلو ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړل.

پرون ناوخته اسراییلو هغه ۲۶ فلسطیني بندیان خوشي کړل. بندیان پرون ناوخته په بسونو کې لویدیځه غاړه او د غزې تړانګې ته انتقال شول.

د فلسطین ولسمشر محمود عباس دغو بندیانو ته د قهرمانانو خطاب وکړ.

ښاغلي عباس وویل: «موږ دوی ته وایو، او تاسو ته وایو چې ټول زندانیان به خوشي شي. تاسو یې پیل یاست او نور به هم راشي او تاسو به یې دلته ووینی.»

هغو اسراییلیانو چې د کورنۍ غړي یې د بندي فلسطینیانو په بریدونو کې یې قرباني ورکړي وي د اسراییلو سترې محکمې ته مراجعه وکړه تر څو د بندیانو دخوشي کولو مخه ونیسي. خو دوی په خپلو هڅو کې ناکامه شوله.

کېري: د نوو کورونو جوړول غیرقانوني کار دی.

په عین وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري یو ځل بیا د امریکا دریځ تکرار کړی دی چې وايي په هغو سیمو کې چې د ناقلو یهودیانو لپاره د کورونو جوړول «غیر قانوني» کار دی. هغه دغه خبره په برازیل کې کړې ده.

ښاغلي کېري غوښتنه وکړه چې هرڅه ژرتره چې کیدای شي د اسراییلو او راتلونکي فلسطیني دولت سرحدات دې وټاکل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دا هم زیاته کړې ده چې امریکا د اسراییلو لخوا د ناقلو یهودیانو لپاره د کورونو د جوړولو د ټولو پروژو سره مخالفت لري. خو هغه وايي چې د اسراییلو دغه اقدام باید د سولې د خبرو مانع نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «خو، دلته (خو) هم سته. او هغه دا چې د اسراییلو صدراعظم نتنیاهو ما او د فلسطینیانو ولسمشر عباس ته وویل چې هغه به د یو شمیر نوو کورونو د جوړولو پروژې په هغو سیمو کې اعلان کړي چې سولې ته تاوان نه رسوي.»

ښاغلي کېري وویل چې د دغه لپاره باید په بیړنۍ توګه د سرحداتو په اړه موافقه وشي.

ښاغلي کېري وویل: « د دغه لپاره دی چې په دغو نهو میاشتو کې باید خبرې اترې وشي. د دغه لپاره دی چې ټول باید وپوهیږي،. . . د سرحداتو او امنیت په اړه خبرو ته ضرورت شته.

«که چیري د اسراییلو سرحدات معلوم شي او که چیري تاسو وکړی شی چې د اسراییلو د امنیت موضوع حل کړی نو تاسو د کورونو د جوړولو په اړه پوښتنې هم حل کړې دي. دا به معلومه وي چې دا د اسراییل خاوره دی او دغه بیا نه دی.»


د فلسطینیانو یو لوړرتبه چارواکې حنان عشراوي په اسراییلو تور ولګاوه چې غواړي قصدا د سولې خبرې د خطر سره مخ کړي.

خو د اسراییلو د کابینې محافظه کاره غړې زیپي هوتوبیلي وايي چې د نوو کورونو جوړول به د سولې په خبرو هیڅ تاثیر و نه لري.

اسراییل وايي چې کورونه په هغه سیمو کې جوړوي چې د سولې په موافقتنامې کې به دوی ته ورسیږي.

اسراییلو ویلي دي چې په ختیځ بیت المقدس کې به د اعلان سره سم د ۹۰۰ کورنو د جوړولو پلان عملي کړي. البته د ناقلو یهودیانو لپاره د نوو کورونو جوړول یو له هغو دلایلو نه و چې په ۲۰۱۰ کال کې یې د سولې خبرې وځنډولې.

دواړو اړخونو ژمنه کړې ده چې په راتلونکو نهو میاشتو کې به په یو شمیر مهمو مسایلو خبرې وکړي. په هغو مسایلو کې چې خبرې به ورباندې وشي د فلسطیني مهاجرو سرنوشت، د ناقلو اسراییلیانو لپاره د کورونو جوړول او د راتلونکي فلسطیني دولت د سرحداتو موضوعګاني شامل دي.
XS
SM
MD
LG